کور / تازه خبرونه / لښكرګاه ښاروالۍ سلګونوكسانو ته كار برابروي

لښكرګاه ښاروالۍ سلګونوكسانو ته كار برابروي

د لښکرګاه ښاروالى مسؤلين وايي سلګونو کسانو ته يې د کار زمينه برابره
کړې، چې دا مهال يې د همدې كسانو په مټو د ښار په بيلا بيلو برخو كې
پرمختيايي پروژې پلې او يا هم روانې دي.

په همدې حال كې د هلمند يو شمير اوسيدونكي د هغه پروژوغوښتنه كوي چې پكې
د اوږدې مودې لپاره په كار وګمارل شي.

د هلمند يو شمير اوسيدونكي وايي، كه څه هم دا مهال د لښكرګاه ښاروالى او
ځينو نور نا دولتي ادارو لخوا ورته د كار زمينه برابره شوې او دا مهال
پكې په كار بوخت دي.

خو وايي، دا د لنډې مودې کار دى، چې له هغې وروسته دوى بېرته بې کاره
کېږي او دولت بايد ورته جدي پاملرنه وکړي او داسې زمينه ورته برابره کړي،
تر څو دوى د د اوږدې مودې له پاره په کار شي.

د دوى په وينا چې وړاندې په دې ولايت كې د توليدي فابريكو له ډلې څخه په
هره فابريكه كې زرګونو كسانو كار كاوه خو اوس مهال يې كچه لسګونو كسانو
ته راټيټه شوې چې د ځينو فابريكو چارې په ټپه درېدلې دي.

خو په دې اړه د لښكرگاه ښاروال محمد فاضل صافي لراوبر ته وويل، چې دا
مهال دوى د ځينو خيريه ادارو په مرسته شاوخوا ٧٠٠ تنو ته د كار زمينه
برابره كړې او هره ورځ ورته د كار په بدل كې پيسې وركول كېږي.

د نوموړي په وينا چې ځينې نور پلانونه يې هم په كار اچولي دي تر څو په
راتلونكي كې هم نور هغه كسان چې دا مهال له وزګارۍ څخه كړېږي په كاروګماري.