امستردام:د قاري برکت الله سليم په ملتيا دقرآن کريم ختم وسو

د لراوبر اداره | اگست 13th, 2012


د هالنډ په مرکز امستردام کي د افغانانو په اسلامي او کلتوري مرکز کي د روژې پر ۲۳مه چي د اګست د مياشتي ۱۱سره سمون خوري د قرآن عظيم الشان ختم ته د ليري او نژدې څخه تر ۲۰۰ زياتو افغانانو تشريف راوړئ .
ددغه اسلامي مراسمو د پاره د افغانستان مشهور او وتلی قاري او شيخ القرآن استاد برکت الله سليم هم له کابله راوبلل سوئ و .
۱۸:۰۰ بجې د ماځيګر لمانځه تر ادا وروسته ټولو راغليو مېلمنو د قرآن کريم تلاوت وکړ ( ختم ) وکړ .
۱۹:۳۰ قاضي عزيز رحيق د روژې د مبارکي مياشتي د فضيلتونو ، د قدرشپې ( ليلة القدر) په اړه د قرآن کريم او حضرت محمد صلی عليه وسلم د احاديثو په رڼا کي په تفصيل سره معلومات وړاندي کړل او مسلمانان يې د ټول کال عبادت تر څنګ د روژې مياشتي عبادتونو بې شمېره اجرونو او ثوابونو ته متوجې او راوبلل .
۲۰:۳۰ په نړۍ کي د افغانستان مشهور قاري او شيخ القرآن ښاغلي استاد برکت الله سليم د قرآن کريم خاتمه قرآئت کړه ، د قرآن کريم په ختم کي برخه اخستونکو ، هالنډ مېشتو افغانانو ، افغانستان او د ټولي نړۍ د سوکالۍ او ارامۍ دعاګاني وسوې.
وروسته ښاغلي استاد برکت الله سليم هم د روژې د مبارکي مياشتي ، د قدر شپې او په دې مياشت کي د عبادتونو په اړه وږغېدئ .
۲۱:۱۵ د ماښام د اذان ، په خورما او اوبو د روژې ماتېدو وروسته  تر ۲۰۰ زياتو برخه والو د افغانانو د اسلامي کلتوري مرکز په لګښت جوړ سوي روژه مات کي برخه واخيسته او ټوله پر يوه لوی سترخان سره راټول سول .
تر ډوډۍ خوړلو ( روژه مات ) وروسته د تراويحو تر وخت پوري ښاغلي قاري برکت الله سليم په خپل جذاب او زړه وړونکي ږغ دخدای تعالی جل جلاله د پاک کلام ( قرآن کريم ) مبارک تلاوت وکړ او ورپسې يې پر يوشمېر مهيمو اسلامي مسايلو برخه والو ته معلومات ورکړل .
ښاغلي قاضي عزيز رحيق دغونډي برخه والو ته په کابل کي د هغه اسلامي مرکز په اړه هم مالومات ورکړل چي د ښاغلي قاري برکت الله سليم له خوا رامنځته سوی او دا مهال ۱۳۰۰ شاګردان د قرآن عظيم الشان او احاديثو زده کړه پکښي کوي ، د استاد دغه خدمت د غونډي د برخه والو لخوا وستايل سو ، ددغه مرکز سره د غونډو برخه والو نقدي مرستي هم وکړې .
۲۳:۰۰ د ماخستن او تراويحو د لمانځه تر ادا وروسته شاوخوا د شپې ۲۴:۰۰ د قرآن کريم د ختم او دعا دغه مراسم پای ته ورسيدل . د يادوني وړ ده چي د افغانانو په اسلامي او کلتوري مرکزکي د کوچني اختر لمونځ د سهار پر ۰۸:۳۰ بجې ادا کيږي .

Copyright Larawbar 2007-2024