کور / علمي / « کږ » او « کږخولی»

« کږ » او « کږخولی»


څو ورځي مخکي د پښتو د عرفاني ادب د عاليمقام شاعر- علي محمد مخلص( تر ۱۰۶۹ هـ ق پوري په يقين سره ژوندی) د ديوان د نوي علمي او انتقادي متن د ټايپولو په لړ کي و هغي غزلي ته را ورسېدلم، چي مطلع يې داسي ده :
د مـــولا پر لار سم نه ځــــي نـــــابينــــا کـــــــږ
يو سر بل سر دربل گـرزي لــــــه هُــــدا کــــږ


په غزله کي مي د « کږ » رديف په ليدو سره، دوې خبري جگي وسترگو ته وردېدې .
– يوه خبره دا اندېښنه وه، چي که دا ټکی د « معياري پښتو » و محتسبينو ته په لاس ور سي، نو سمدلاسه به د بې قاعدگۍ ټاپه پر و وهي؛ او بې څېړني و پلټني به « کوږ » ځني جوړ کي .
– دوهمه خبره هغه تاريخي کيسه ده، چي څو دېرش کاله دمخه مي د داود خان د « جمهوريت » په کلونو کي د خلگو له خولې اروېدلې وه .


په دې لنډکۍ مقاله کي غواړم پر دې دوو اړخو له گرانو لوستونکو سره د زړه خواله وکم، چي په واقعيت کي هم ژبپوهنه او لغتپوهنه ده؛ او هم تاريخ و سياست .


د ايتيمولوژۍ له نظره خو د پښتو« کَږ kaẓ » او « کوږ koẓ » يا د پاړسي« کزkaz/ کژ kaž » مفغنه بڼه برېښي يا دواړه ( پښتو او پاړسي) ټکي په لږ وډېر بدلون، له يوې اريايي ريښې څخه را وتلي دي . د پاړسي ژبي« کج kaj » ټکی هم د همدې « کز/ کژ » اوښتې بڼه ښکاري، چي د« جيم » برخه يې تر ډېره حده معرب رنگ لري؛ ځکه د پهلوي/ پاړسي ژبي ځيني کليمې لکه « نرگس »، « نارنگ »، « برنامه »، « باژ »، « کاژ»، « ناژو/ کاژو » او داسي نور په عربي ژبه کي يا د عربي ژبي د نفوذ له مخي په « نرجس »، « نارنج »، « برنامج »، « باج »، « کاج »، « ناجو/ کاجو » او داسي نورو اوښتي دي. د پاړسي په لرغونو متنو کي د« کژ » او« کژی » ټکي خورا ډېر تر سترگو کيږي؛ مثلاً حکيم ابوالقاسم فردوسي توسي ( ۳۲۹ – ۴۱۱ هـ ق) وايي :
به گيتی بِه از راستی پيشه نيست
زِ کـــــژی بتــــر هيچ انديشه نيست
۱
د اسلامي عِرفان تلپاته او ځلانده ستوری – مولانا جلال الدين بلخي رومي ( ۶۰۴ – ۶۷۲ هـ ق) په خپل « ديوان شمس » يا « ديوان کبير »کي د « کژ » کليمه داسي راوړې ده :
هين کژ و راست می ‌روی باز چه خورده ‌ای بگو
مست و خراب می ‌روی خانه به خانه کـــو بـه کو
۲


د دې خبري روښانول، علمي څېړنه او پلټنه غواړي، چي پښتو« کږ » د پاړسي« کز/ کژ » مفغنه بڼه ده،که د پښتو او پاړسي دواړي کليمې د جولې په اړولوسره له بلي ژبي ( اوستا) څخه را زېږېدلي؛ او تر څه پړاوو وروسته په دې بڼو اوښتي دي . د « کږ » د ريښه پېژندني په اړه دمگړی همدا څو ټکي کافي گڼم؛ ځکه د يوې کليمې تر پلار و نېکه پېژندلو د هغې په اوسنۍ مانا، استعمال او گرامري ځانگړتياوو ځان پوه کول، ډېر ارزښتمن او ضروري کار دئ .


« کوږ »،« کاږه »، « کږه »، « کږې »په ټولو پښتنو کي ژوندۍ او مستعملي کليمې دي؛ خو« کږ » د پښتوپه گردو لهجو کي ژوندۍ او مروَجه نه ده . د پښتو جنوب – لوېديځي لهجې دا لرغونی ټکی تر اوسه پوري په خپلو ورځنييو خبرو او مرکو کي ژوندی ساتلئ دئ . « کوږ »او « کږ » دواړه په حقيقي مانا د « کاږه »، « خم سوي »، « تاو سوي »، « د راسته يا سيده ضد » مفهوم بيانيي؛ خو« کږ » کليمه په مجازي ډول د« بې لاري » ،« ناکاره » ،« مُنْحَرِف »، « گُمراه » او« مُضِل » په مانا استعماليږي . زموږ مشرانو او پخوانو هم د علي محمد مخلص په څېر« کږ » ټکی په مجازي مانا کاراوه؛ مثلاً ويل بې ( به يې) : « پلانی لوی کږ دئ . »، « له پلاني کږ څخه ځان ساتئ! » او داسي نور . که څه هم « کږ » د « کوږ » مخففه يا لنډه بڼه ښکاري؛ خو سره له هغه هم هر ځای د يو بل پر ځای نه کاريږي . په اوسنييو محاورو کي د« کوږ » صفت زياتره د ساده يا غيرترکيبي ټکو په بڼه استعماليږي؛ مثلاً خلگ وايي : « دېوال کوږ دئ . » هيڅکله نه وايي : « دېوال کږ دئ . » خو په ځينو ترکيبي ټکو کي بيا د « کوږ » پر ځای معمولاً « کږ » ټکی کاريي؛ مثلاً : کږ خولی ( هغه څوک، چي مورزاده يا د ناجوړۍ په سَوَب يې خوله کږه يي)، کږ سترگی( چپک، عين و غين، چغر، اَحْوَل، کاژ/ کاج . . .)، کږلېچ ( په غرو کي تنگه او کږه وږه لار، کوتل، ورسک . . .) او داسي نور . البته، د پښتو په جنوب – لوېديځه لهجه کي پر دغو ټکو سربېره، ځيني نور ترکيبي ټکي هم په لنډو يا اختصاري بڼوپراخ استعمال لري؛ مثلاً : ړندوالی( ړوند والی، ړندېدل ) ، زړوالی ( زوړوالی، زړښت) ، پخوالی( پوخوالی)، سړوالی( سوړوالی، سړښت)، رغوالی( روغوالی، رغېدل، جوړېدل) او داسي نور . دا ټول مخففات يا لنډيزونه د پښتو ژبي د لغوي او ادبي زېرمي ارزښتناکه برخه ده، چي هيڅکله باید په خبرو او ليکنو کي له پامه و نه غورځول سي .


يوه بله مهمه خبره دا ده، چي« کږ » کلیمه بايد هيڅکله په خبرو او ليکنو کي له « گږ gaẓ » کليمې سره گډه نه کو . دا لرغونې کليمه د بَبَر ( په وېښتانو ډک، هغه څوک چي پر مخ سربېره يې پر پزه او غوږو هم اوږده وېښتان شنه يي) او پاخه سړي په مانا د جنوب – لوېديځي لهجې په ورځنييو خبرو او مکالمو کي مروَجه ده .


د ژبپوهني او لغتپوهني په روڼا کي تر دې لنډو خبرو وروسته را رسيږو و هغي کيسې ته، چي د « کږ » له همدې کليمې سره تړاو لري .


عزيزانو! څو دېرش کاله مخکي د داوود خان د « جمهوريت » په کلو کي، په کندهار کي، د غلو او پايلوچانو يوه پياوړې ډله پيدا سوه، چي جمعه گل، پستکی، عيسی محمد (د کنداريانو په اصطلاح عيسامد) او کږ خولی نور محمد ( د کنداريانو په اصطلاح کږخولی نورماد) يې ډېر مشهور او سرغنه غړي وه . په خلگو کي اوازه وه، چي دا ډله له غريب او مسکين سړي سره غرض نه لري؛ يوازي پر لويو سوداگرو او مړو خلگو حملې کيي . دا چي دا ډله ريشتيا هم عياران يا د کنداريانو په اصطلاح « پايلوچان » وه که مازي غله او لوچگان، يوازي هغه څوک ښه قضاوت کولای سي، چي له نيژدې يې ور سره پېژندل؛ او په هر کرتوت يې پوره خبر وه . خير، دا وخت د کندهار والي د داوود خان د خاله زوی ؤ، چي چاغ ، لوړ، سور، سپين، مَعمَره او معزز سړی ؤ . کنداريانو د نرم او پاسته طبيعت له اسيته د پسه نوم پر ايښئ ؤ . د فوټبال په موسمي لوبو( ټورنمينټو) او ځينو نورو تشريفاتي غونډو کي بې منظمه برخه اخيستله؛ خو د ولايت د ادارې او انضباط خوند يې نه ؤ . ښايي د حکومت مشرانو له همدې خاطره د امنيې داسي قومندان ور ته را لېږلئ ؤ، چي د ده د کمزوري ادارې خلا ډکه کيي؛ او د پردې تر شاد ولايت د چارو واگي په خپل لاس کي و نيسي . د کنداريانو په اصطلاح دا« اور خوره » قومندان د همغه وخت د کورنييو چارو د وزير راسته لاس ؤ؛ او په هيچا کې رهی نه واهه .


قومندان صاب و کندهار ته له خپل راتگ سره جوخت پر غلو او بدماشانو کلک گوزارونه پيل کړه؛ او په لږ وخت کي و لويو برياوو ته ورسېدئ . د ډلي له غړو څخه د سرپوزې د غره د کلي اوسېدونکی، پستکی، و وژل سو؛ جمعه گل د خلگو له خولې و نورو ملکو( غالباً ايران يا پاکستان) ته و تښتېدئ؛ کږ خولی نورماد له ځينو نورو بې نام و نښانه ملگرو سره د قومندان صاب په گوتو کښېوتئ. د ډلي يوازنی غړی، چي تر هغه مهاله ازاد گرزېدئ، عيسامد ؤ . په خلگو کي داسي اوازې او گنگوسې وې، چي عيسامد د جېمز بانډ فيلمو په شان کله په دريشۍ، کله په ملي کالو، کله په کندهار اوکله هم په کابل يا نورو ولايتو کي پر لويو سوداگرو حملې او غوټې وهي . په دغو کلو کي د کابل له يوه تجارتي سرای څخه په سپينه ورځ د څو لکو نغدو پيسو تښتول هم پر عيسامد او ملگرو تاوان سوه .


که څه هم دکندهار عامو خلگو د غلو او بدماشانو د ورکېدو يا بند و زند تود هرکلی وکئ؛ خو سره له دې هم د قومندان صاب له زور زياتي او ديکتاتور مآبۍ څخه راضي نه ښکارېدل؛ ځکه قومندان صاب نه يوازي د غلو او لوچگانو په نيولو او بندي کولو کي تر خپلو قانوني صلاحيتو تېری کاوه، بلکي له عامو خلگو او حتا خپلو حکومتی مامورينو سره يې هم ښه او اخلاقي چال چلن نه کاوه . د دې خبرو تر څنگ، قومندان صاب د خپلي قومندانۍ او نورو مربوطو ادارو د منصبدارانو په جرمو او فساد پسي هم هيڅ سر نه گرځاوه . په امنيه قومندانۍ، پاسپورټ، ترافيکو، محبس، د پوليسو په ماموريتو او داسي نورو ولايتي ادارو کي هره ورځ په سوو نارواوي کېدلې؛ خو هيچا و قومندان صاب ته د شکايت کولو جرأت نه کاوه . د دې خبري مانا دا وه، چي يا قومندان صاب په خپله هم په پوست پاک نه ؤ؛ په هر فساد کې غوښينه ونډه لرله يا دا چي د خپلو افسرانو او مأمورينو و رشوت اخيستلو او نورو خيانتو تې ( ته يې) له لويه سره د جرمو او سرغړونو په سترگه نه کتل . خير، کږخولی نورماد تر نيول کېدو وروسته په سرپوزه کي د کندهار و عمومي محبس ته راوستل سو. زموږ کور و محبس ته دونه نيژدې ؤ، چي کله کله به له ليرو سيمو څخه راغلو مېلمنو د شپې د پيره دارانو د نارو او شورماشور په سَوَب تر سهاره خوب نسوای کولای . د محبس مدير او ځينو منصبدارانو هم زموږ په شاوخوا کي ژوند کاوه . په دې وجه نو د مکتب پر انډيوالانو او کوڅه والو سربېره د محبس د مدير او نورو افسرانو د زامنو پر لاس هم، د محبس او بنديانو په حال خبرېدم .


ويل کېده، چي قومندان صاب له کږخولي نورماد څخه د اقرار اخيستلو په مخسد( مقصد) پر هيڅ راز شکنجې او تعذيب صرفه نه کوله . د کږخولي نورماد د وهلو ټکولو خبري هر ځای زما غوندي سترگه وړونکو او متشبثو ښاريانو په مجلسو کي پورته او کښته کېدې . د خلگو له قوله، د کږخولي بدن له ډېرو ټپو او پرهارو چنجي وکړه؛ خو سره له دې هم قومندان صاب د اعدامولو په هيله د هغه د اقرار په ترلاسه کولو نه بريالی نه کېدئ . وايي کږخولي به څارنوالانو ته ويل : « غلا مي کړې ده؛ ډاکه مي وهلې ده؛ خو نه مي د چا پر ناموس تېری کړئ دئ؛ او نه مي څوک وژلئ دئ . . . » ويل کېده، قومندان صاب قَسَم اخيستئ ؤ، چي که يې له خپلي غوښتني سره سم په کږخولي اقرار و نه کئ، نو ماينه ( مېرمن) بر پر طلاقه يي . خلگو نکل کاوه، چي کږخولي به تر وهلو ډبلو وروسته و قومندان صاب ته دوې درې کوچنۍ ډبري ور و غورځولې؛ او په پوزخند و ډرييو بې ورته ويل : « دا دئ صاحبه! ونيسه اقرار ځني واخله! »


شک نه ؤ چي قومندان صاب فرعون صفته سړی ؤ، د کږخولي د غلا په اقرار يې گرسره غاړه نه ايستله؛ ځکه د جزا د قانون د حُکمو له مخي د غلا د جرم سزا دونه نه وه، چي د قومندان صاب کينه او خښم ور سوړ کي . ښايي قومندان صاب به غوښتل، چي د ځينو مجرمينو په اعدامولو سره په کندهار کي د سام او وحشت فضا خپره کي؛ او په دې توگه د نورو بالقوه مجرمينو د جرمو او جنايتو مخه و نيسي. له دې چال چلن څخه برالا ښکارېدله، چي قومندان صاب د جزا په حقوقو(Criminal Law)، جزا پوهني(Penology) او کريمينولوژۍ (Criminology) شک هم نـــــه ؤ؛ ځکـــه مُجــــــرِم ته په جـــــزا ورکــــولـــو کــــي د سزا(retribution) ، فــــردي اوعمــــومي انتبـــــاه individual and general deterrence) ( تر څنگ د هغه د بيا روزني(rehabilitation) اړخ هم ډېر ارزښتناک او ضروري دئ .


عزيزانو! څه سر به مو گرزوم، قومندان صاب له کږخولي څخه د انسان وژني او نورو مشدده جرايمو د اقرار په تر لاسه کولو کي تر خپلي ناکامۍ وروسته وکابل ته مخه کړه؛ او هورې يې د کږخولي او يارانو د اعدامولو هلي ځلي شرو( شروع) کړې . مياشتي لا نه وې تېري، چي ناببره په محبس کي د کږخولي او څو ملگرو د اعدام خبري تودې سوې . په داسي حال کي، چي خلگ د قومندان و زور زياتي او کسات اخيستني ته گوته په غاښ وه، کږخولی نورماد او څو نور انډيوالان په همغه محبس کي په دار و ځړول سول . دا مو لا هم واروېدله، چي کږخولی په اول وار ځړولو سره مړ نه سو؛ ځکه يې نو دوهم وار بیا وځړاوه؛ او تر هغه مهاله يې په دار ځړولئ ؤ، چي په ژوندي پاته کېدو کې هيڅ شک او شُبه پاته نه ؤ .


کږخولی نورماد که بې اقرار او شواهدو دوه پلا په دار و ځړول سو، د قومندان صاب پاچهي هم تر ډېره پاته نسوه . د کږخولي د مظلومانه ځړولو کيسې لا د خلگو له حافظو څخه نه وې هېري سوي، چي د پرچميانو د نامتو مشر، مير اکبر خيبر، د وژني له امله په کابل ښار کي د خلقيانو او پرچميانو د پراخو مظاهرو خبرونه خپاره سول . د خيبر له مرموزي وژني څخه را پيدا سوو خړو پړو سیاسي – امنيتي حالاتو د داود خان حکومت، په تېره بيا د هغه امنيتي او استخباراتي اورگانونه له خورا لوی ازمويښت سره مخامخ کړي وه . ويل کېده، چي قومندان صاب د خپل ماجرا غوښتونکي او اورخوره طبيعت د ارضا کولو او لوړو دولتي امتيازاتو د ترلاسه کولو په خاطرد وخت د کورنييو چارو له وزير څخه په ټينگار غوښتنه کيي، چي د کابل د کړکېچنو سياسي – امنيتي حالاتو د ډاډمني ادارې دپاره يې ژر تر ژره و کابل ته ور وغواړي . وزير صاب چي د پخوانۍ انډيوالۍ پر بنسټ يې د هغه پر ډيسپلين، انضباط او بې رحمۍ پوره باور لاره، په ډېري خوښۍ وکابل ته د هغه د ورتگ غوښتنه و منله؛ خو وروسته ثابته سوه، چي قومندان صاب د کابل د سياسي – امنيتي حالاتو د کنټرول دپاره نه، بلکي د مرگ و منگولو ته د ځان سپارولو په خاطر، هورې ورغلئ ؤ . د بې پروا فلک کارونه تل همداسي دي . پر هيچا رحم نه لري . قومندان صاب به ښايي د کندهار – کابل د لاري ستړياوي لا نه وې ايستلې، چي د داوود خان د « جمهوريت » ماڼۍ په ساعتو کي نسکوره سوه . ځيني وزيران او صاحبان د قضا د سپرو تر تېغو تېر سول . قومندان صاب هم د نورو اجل نيولو په څېر ځان د ياغي سپرو و تاړاک ته ور و رساوه.


زمانې تيري سوې؛ خو د کږخولي او قومندان خاطره لا تر اوسه په زړه کي ژوندۍ پاته ده . ما محبس ته د نيژدې والي او خپل کنجکاو طبيعت له مخي دا او ځيني نوري دردونکي پېښي له نيژدې څارلې؛ او تر اوسه هم زرونه کيلومتره ليري د سرپوزې پر کوچني محبس سربېره د لوی محبس يا اشغال سوي افغانستان، حالات څارم . د خلقي او پرچمي قومندانانو د فرعونيت او ذلت صحنې مي په سترگو وليدلې؛ د جهاد د سوداگرو او کاغذي زمريانو د انسان وژني، ورانکارۍ او بالاخره نامردانه تښتي حالات او اثار مي وليدل؛ د طالب زورواکو د کېبل وهلو او افراطيت کيسې مي هم په زْوَر او زېر واروېدلې؛ او دا دئ له څه کم يوولسو کالو راهيسي يو ځل بيا د خپلو او پردو بلاوو د داسي جنايتو، خيانتو او نارواوو شاهد يم، چي قلم يې له بيانه عاجز دئ . ورځي او شپې په چټکۍ سره تېريږي . هيڅوک په دې نه پوهېږي، چي سبا به څه پېښيږي؛ خو يوه خبره لمر غوندي روښانه ده : هر انسان به هغه څه رېبي، چي کرلي يي!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱ حسن عميد، فرهنگ عميد،۳جلد، چاپ دوم . ( تهران : امير کبير، ۱۳۶۵) ۳: ۱۹۶۶ .
۲ جلال الدين بلخی،کليات شمس ( ديوان کبير)، با تصحيحات و حواشی بديع الزمان فروزانفر، جز‌‌‌ء سوم . ( تهـــران : امير کبير، ۱۳۵۵) غزل شماره ۲۱۵۴ .