هلمند يو جامع جومات جوړ سو

عطاالله محمدي | اگست 15th, 2012


په هلمند كې يولوى جامع جومات جوړاوگټې اخيستنې ته وسپارل شو
ياد شوى جامع جومات چې ټول آسانتياوې يې په پام كې نيول شوې دي چې دوشنبې په ورځ په گرمسيرولسوالى كې د يولړمراسموپه ترڅ كې چې پكې د هلمند والي محمد گلاب منگل د ځينونوروادارومسؤلينواود گرمسيرولسوالى امنيتي مسؤلينوگډون درلود گټې اخيستنې ته وسپارل شو.
ددې مراسموپرمهال د هلمند والي محمد گلا ب منگل وويل چې ياد شوى جامع جومات دې ولسوالى د كوكنارود نه كرلوپه بدل كې د ډالى په ډول دې ولسوالى ته وركړل شوى چې د اوه سوه زره امريكايي ډالروپه لگښت د تيروشپږومياشوپه موده كې جوړاوگټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د هلمند والي يوځل بيا د گرمسيرله اوسيدونكووغوښتل چې له دولت سره خپله همكاري زياته اود كوكنارود مخنيوي په برخه كې نوركوټلي گامونه هم پورته كړي ترڅوپه راتلونكي كې نورې ټولگټې پروژې هم په نوموړې سيمه كې پلې شي.
په دې مراسموكې ددې ولسوالى اوسيدونكوهم ددې جومات په جوړيدوخوښي څرگنده اوژمنه يې وكړه چې په كلكه به د خپل دولت ترشا ولاړاوهمكار وي

Copyright Larawbar 2007-2024