په لسګونو افغان محصلینو ته قران کریمونه وويشل شول

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اگست 14th, 2012


پېښور:په پیښور پوهنتون کې د افغانستان لپاره د سعودي د مرستندویه ټولنې لخوا په لسګونو افغان محصلینو ته د انګلیسي او اردو تفاسیرو ترڅنګ قران کریمونه هدیه شول.دغه قران کریمونه په یوه ځانګړې غونډه کې د افغان محصلینو د اتحادیې د مشر نجیب ننګیال لخوا په محصلینو وویشل شول او د ټولو محصلینو په نمایندګۍ يې د سعودي د مرستندویه ټولنې مننه وکړه.دیادونې وړ ده چې په پیېښور پوهنتون کې ګڼ شمېر افغان محصلین مسلکي زده کړې کوي او ډېر یې بې وزله کډوال دي.

Copyright Larawbar 2007-2024