کور / شعر / کوره چې تېر به شي اختر جانانه

کوره چې تېر به شي اختر جانانه

جانانه راشه مرور جانانه د سترګو تور د زړګي سر جانانه
پردو ملکو کې در په در جانانه و لې مې نه اخلې خبر جانانه
ګوره چې تېر به شي اختر جانانه

ګلې
په تا بل شوۍ نن محشر ای ګلې بدن د ټول پرهر پرهر ای ګلې
تباه تباه شو لر او بر ایګلې کونډې واړه خاورې په سر ای ګلې
څنګه به لمانځو دا اختر ای ګلې پښتون تباه شو لر او بر ای ګلې

جانانه:
ګواکې هېر کړۍ تا ګودر جانانه هغه ګلاب مشک او عنبر جانانه
هغه سهار او ماځيګر جانانه تا کور او کلۍ خپل مقر جانانه
ګوره چې تېر به شي اختر جانانه و لې مې نه اخلې خبر جانانه

ګلې:
کله ستا پاتې کوم دلبر ای ګلې په شوکو بخت ده که مامور ده که رهبر ای ګلې
چور او تالان ته بره ګ ببر ای ګلې خوري د زړه غوښې ستا ځيګر ای ګلې
څنګه به لمانځو دا اختر ای ګلې پښتون تباه شو لر او بر ای ګلې
جانانه:
جانانه راشه په هنر جانانه د پردو وشړه نوکر جانانه
ته شه چارواکۍ ته رهبر جانانه زما کړه شين تيکرۍ په سر جانانه
ګوره چې تېر به شي اختر جانانه و لې مې نه اخلې خبر جانانه
ګلې:
د خوزښت نلرو رهبر ای ګلې ځکه خو یؤ زېرو زبر ای ګلې
زمونږ پوهان که عالمان او که ليډر اې ګلې کاڼه وړانده کړل سیم او زر ای ګلې
څنګه به لمانځو دا اختر ای ګلې پښتون تباه شو لر او بر ای ګلې
جانانه:
وره ک دې شي دا عالمان داسې ږيرور جانانه دا بې لکۍ دغه بې شرمه ښکرور جانانه
دا د پردو نانزکې دغه زورور جانانه ټپي،ټپي کړمه ريښتیا دي ځناور جانانه
ګوره چې تېر به شي اختر جانانه و لې مې نه اخلې خبر جانانه
ګلې:
یا د هېڅ نشته کوم دلبر اې ګلې دا ستا شمس او د قمر ای ګلې
ستا د نرګس،او د ګلاب او د نښتر اې ګلې ستا د هوا لکه د عطرو معتر ای ګلې
څنګه به لمانځو دا اختر ای ګلې پښتون تباه شو لر او بر ای ګلې
جانانه:
لږ خپل ګرېوان ته شه راځير وکړه نظر جانانه مېنه دې ډه که له لعلونو له ګوهر جانانه
دلته دی ډېرې خزانې ستا په بامېان او په لوګر جانانه راشه ودان کړه صوات، هرات دا خېبر جانانه
څوک په ایران ،څوک په دوبۍ څوک په قطر جانانه
ګوره چې تېر به شي اختر جانانه و لې مې نه اخلې خبر جانانه

د علم او پوهې دښمنان هم د هنر جانانه وايي زه پوه یم هم عالم هم مخور جانانه
ښوونخي څوځي وايي ځای دی د شرر جانانه ښوونکۍ وژني وایی دا ده مقرر جانانه
څنګه به ځان کړم منور جانانه
ګوره چې تېر به شي اختر جانانه و لې مې نه اخلې خبر جانانه
ګلې::
افغانستانه ،اریانا زما باختر ای ګلې د حامد کور دټولو مور زمونږ دلبرر ای ګلې
زما د قسم وي ستا په سر ای ګلې ستا په لمن به د دوی پرېنږدو ټبر ای ګلې
اخر به مات شي بهرنۍ د دوی سنګر ای ګلې پاس په اسمان باندې وزر لاندې لښکر ای ګلې

هله به لمانځو بیا اختر ای ګلې زما په ولس زما د هیواد په لر او بر ای ګلې
خدای د بیا راوړي بختور ای ګلې د خپلواکۍ هغه اختر ای ګلې

ستاکتن کليفورنیا د ۲۰۱۰ کال نومبر ۱۶مه