کور / اسلامي / دقبرعذاب چاته ورکول کيږي؟

دقبرعذاب چاته ورکول کيږي؟

بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
قبرداٰخرت له پړاوونوڅخه اولنۍ پړاو دی
که په دې کي څوک کامياب شو،دتل لپاره کامياب دی،که (نعوذبالله من ذلک)ناکام شو، دتل لپاره ناکام دی.
له حضرت عثمان رضی الله عنه څخه روايت دی چي دی داسي ووچي کله به قبرته ودرېده،دومره به يې وژړل چي ږېره به يې لونده شوله،چاورته وويل :ته جنت اودوزخ يادوې،نوته( دومره)نه ژاړې اودقبرله امله(دومره)ژاړې؟
نوحضرت عثمان رضی الله عنه وفرمايل چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: چي قبردآخرت له منازلوڅخه لومړنۍ منزل دی.
که څوک دقبر(له عذابه)خلاص شو،نووروسته حالت تردې آسان دی اوکه څوک ترې خلاص نه شو،نووروسته حالت يې تردې زيات سخت دی.
اوحضرت عثمان رضی الله عنه فرمايلي چي رسول الله صلی الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:ماهيڅکله (وېرونکی) منظرنه دی ليدلی مگرقبرترهغه زيات وېروونکی وي.(رواه الترمذي وابن ماجة وقال الترمذي هذاحديث غريب،مشکات :۲۶ج۱)
ځيني داسي کارونه دي چي څوک هغه کارونه کوي،الله پاک هغه ته په قبرکي عذاب ورکوي.
موږيې دلته رانقل کوو،ددې لپاره چي ځان ترې وساتل شي چي دقبردعذاب مستحق ونه گرزو.
هغه دادي:
۱:کفراوشرک.
۲:چُغلگري.
۳:غيبت
۴:له خپلوبولوڅخه ځان نه ساتل.
۵:دُرواغ.چي په خلگوکي مشهورشي.
۶:له قرآن کريم څخه دشپې وېدېدل اودورځي عمل نه ورباندي کول.
۷:زنا.
۸:سود.
۹:دمېلمه له حقه انکارکول.
۱۰:په غنيمت اوبيتُ المال کي خيانت کول.
۱۱:بې اودسه لمونځ کول.
۱۲:دمظلوم سره مرسته نه کول.
۱۳:نارينه چي دښايست داسي سامان استعمالوي چي دهغه استعمال دنارينه لپاره روانه وي.
۱۴:هغه ښځي چي دښايست داسي شيان استعمالوي چي دزنانه لپاره دهغه استعمال جائزنه وي.
۱۵:دحضرت لوط عليه السلام دقوم کارکول،يعني لواطت کول.
۱۶:حرام خوړل.
۱۷:ديتيمانومال خوړل.
۱۸:دلمانځه پرېښودل.
۱۹:دزکات نه اداکول.
۲۰:هغه خاوندچي خپله ښځه پرېږدي چي دبل چاسره بدکاري وکړي اوهغه ښځه چي خپل خاوندته اجازه ورکړي چي بدکاري وکړي.
۲۱:هغه خطيبان چي خلگوته تقريرونه ددې لپاره کوي چي خلگ له صحيح دين څخه واړوي.
۲۲:دخلگوپه عزتونوکي لوېدل.
۲۳:صحابي ته بدنسبت کول.
۲۴:بې عمله خبري.
۲۵:روژه ترخپل وخت مخکي ماتول.
۲۶:هغه ښځه چي له خپل اولادڅخه بې موجبه شېدې بندي کړي.
۲۷:شراب څښل.په دې کي نورنشيې توکي استعمالول هم داخل دي.
يعني که څوک نوري نشې کوي،دهغوی لپاره به هم دقبرعذاب وي.
۲۸:غلا.
۲۹غلطه عقيده.
۳۰:دمسلمان ناحقه وژل.
داگناوي په هغوروايتونوکي ذکرشوې دي چي علامه سيوطي رحمه الله په شرح الصدورص:۶۶ـ۷۶)ذکرکړي دي.
الله پاک دي توفيق راکړي چي له دغوکاروڅخه ځان وساتو،چي دالله پاک دعذاب مستحق نه شو.آمين
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين