د نغارې لاسکیه!
په ګوټونو او برګو کې پروت يې یا د کوټې د خیرنې ستنې کوږ شوي میخ ته د زوړندې نغارې د څرمنې په لړونو کې پروت يې-په کلي کې چې کله واده اتڼ غوبل یا اشر وي -یا د کلي د خان ځوی ووټونه وګټي -یا څو سرمستان د شپې څه برخه مستۍ ته سپاري -نو ستا ضرورت راشي-
د نغارې لاسکیه!
نو تا راواخلي او نغارې درباندې ډنګوي-ستا دومره زور دی چې د نغارې د څرمنې نه يې تپوس پکار دی-یا د هغه ستړي مزدوره چې له دیاړۍ راغلی وي او خوب ته يې زړه کیږي—او هه رشتیا—-سم تپوس يې له هغه ګډیدونکي پکار دی چې د نغارې په وجود کې يې رزق پروت دی-
د نغارې لاسکیه!
کله دې ځانته کتلي چې لویشت لویشت دوړه درباندې پرته وي-او کلونه کلونه دې څوک په ډډه ناړوي؟او د حاجت په وخت درته د نايي او کلیوالو پام شي؟
هاهاهاهاهاهاها
د نغارې لاسکیه!
کرداري رنګونه دې زما وروڼو هم خپل کړي-او د غټانو د حاجت په وخت له دوړو رابهر شي او خپلې څرمنې غربوي -خو کړنګ يې تر بله له دې کبله نه رسي چې نن سبا هر سړي سره یو رنګ نغاره ده-د لاسکو کمی هم نشته خو بې سوره ساز ته موړ ملنګ هم نه ګډیږي
د نغارې لاسکیه!
زه لیونی دې ځکه یادوم چې ضمیر ته مې بې پته نه شم-ځکه چې د خپلې کوټې د نغارې لاسکی هم خپل ملکیت ګڼم.