کور / تازه خبرونه / اسلامي هيوادونو دهمکاريوسازمان دسوريې غړيتوب وځنډاوه

اسلامي هيوادونو دهمکاريوسازمان دسوريې غړيتوب وځنډاوه

داسلامي هیوادو دهمکاریو دسازمان غړو پریکړه وکړه چه دسوریه غړیتوب دي تعلیق او وځنډیږی.

په سعودی عربستان کي داسلامی هیوادو د سازمان دهمکاریو مشرانو په دوه ورځني غونډه کي چه په مکه مکرمه کي دسعودی عربستان په بلنه جوړه شوی وه . پریکړه وشوه چه دسوریه غړیتوب دی ددي سازمان دچوکاټ څخه وباسې.

په غوڼده کي ډیرو ګډونوالو دسوریه غړیتوب ددي سازمان څخه دلیری کیدو غوښتنه وکړه . يواځي ایران او الجزایر دوه هغه هیوادونه وو چه دسوریه دغړیتوب دتعلیق پر ضد ودریدل او دبشرالاسد ملاتړی وو.

د اسلامي همکاریو د سازمان هیوادونو په غونډه کي څرګنده کړه چه سوریه دټانک او طیاری په واسطه دخپلو بی وسلوخلکوپه ځپلوکي ډیر بیګناه اولسی خلک له منځه یووړه.

ددي هیوادونو دغه پریکړی نه یواځې په دي سازمان کي دسوریه غړیتوب وځنډاوه بلکه د سوریه دټولوتشیکلاتواوپرسونل شتون یی هم وځنډاوه چي دایران دستری ناکامي عامل بلل کیږی.ایران دسوریه هیواد دټینګ ملاتړ څخه ګڼل کیږی.

ددي غونډی عمومی منشی اکمل الدین احساس اوغلو د سوریه وتل دټولي نړۍ داسلام یوه ځانګړی او پرځای پریکړه و بلله، هغه زیاته کړه چه د سوریه موجود رژيم د بشرالاسد په مشری نورد سوریه دخلکو دقبول وړنه دی .نو ځکه باید دسوریه مشردخپل واک څخه ژر ترژره خپلي پښي سپکي کړی.

دایران جمهوررئیس احمدی نژاد چه دخپلو پنځو وزیرانو اوخپل لوی مشاور په ملګرتیا ددي غونډی ګډون کونکی وو په ډیر مات زړه بیر ته خپل هیواد ته ستا نه شول.

سعودی عربسان، قطر ، اردن اوترکیه هغه هیوادونه دي چه د بشرالاسد درژیم پرځول غواړي. دترکیه ددولت عادی چاري اوس دایران سره دسوریه پراړیکوترنګلي شویدی.

داسي ویل کیږی چه سعودی عربستان او قطر د ترکیه د سرحد نه جنګي وسلي او نورتجهیزات دسوریه ومخالفو ځواکونوته ورکوی ترڅو دسوریه نظام ونړیوی.