د ايساف ځواکونو کاروان يوه ښځه په موټر ووهل

د لراوبر اداره | اپریل 16th, 2008


لراوبر ډاټ کام ( کابل )


د ايساف ځواکونو له خوا په راغلي خبر کي ويل سوي چي ددوی هغه کاروان چي نن  له کابله جلال اباد تلئ ، د کابل ښار په دننه کي يوه ښځه په موټر ووهله ، د ناټوځواکونو وايي چي داترافيکي پېښه په ناپامي ډول رامنځته سوې ده او په دې اړه يې بخښنه غوښتې ده ، ژوبل شوې ښځه دکابل اوسېدونکې ده او تر پېښي وروسته د ناټو په وينا ددوی له خوا د ناټو روغتون ته د درملني لپاره لېږل سوې ده .


د يادوني وړ ده چي د ناټو ځواکونو تر دې مخکي د هيواد په سهيلي سيمو کي هم ګڼ شمېر کسان په موټرونو وهلي دي ، دوه کاله مخکي خو د ناټو ځواکونو سره د يوه بل موټر په ترافيکي حادثه کي د سترګو په رپ کي د نظار شورا په زرګونو کسانو په کابل کي په مظاهره لاس پوري کړ او زيات شمېر عامه شتمنۍ او دولتي ادارو ته پکي زيان رسيدلئ و .

Copyright Larawbar 2007-2024