کور / سياسي / نه افغانستان دپاکستان پنځمه صوبه ده او نه د ايران کلتوري يرغل خانه

نه افغانستان دپاکستان پنځمه صوبه ده او نه د ايران کلتوري يرغل خانه

افغانستان نور د پاکستاني بادارانو په اند د پاکستان پنځمه صوبه نده، او نه هم افغانستان د ایراني اخوندانو په اند د ایران کلتوري یرغل خانه!

لکه څنګه چي هیوادوال او مزار شریف مېشتي افغانان پدې پوهیږي چي په مزار شریف کي یوه جاده د ابو مسلم خراساني په نوم یادېږي، چي روضه مبارکه د مزار شریف له مرکز سره نښلوي او دا نوم په نوموړي جادې باندي د اولس له لوري د دې نوم د تاریخي بنسټ پر اساس اېښودل شوی دی.

او له یوې مودې له را په دې خوا د دې جادې د نوم د اړولو موضوع د ایراني دپلوماتانو په نوم څرګنده شوې ده، چي د افغان ملي رسنیو، هیواد مېشتو افغانانو او بهر مېشتو افغانانو غبرګونونه یې هم له ځانه سره راپارولي دي.

او له دې چي زه په آسټرالیا کي د شمشاد تلوېزیون نمایندګي پر غاړه لرم او په آسټرالیا کي د افغان ژغ راډیو خبریال یم همدا راز مي یوه مجله مي هم تر لاس لاندي ده نو په همدې اساس مي د آسټرالیا د بېلابېلو ایالتونو او ښارونو څخه د آسټرالیا مېشتو افغان پوهانو، مشرانو او ځوانانو ایملونه، پېغامونه، کمېنټونه او اړیکي تر لاسه کړيدي چي ځیني یې له تاسو سره شریکوم

لیکوال او څیړونکي نظیر( بلخي) ماته په خپل رالېږل پېغام کي دوه، درې ډېر په زړه پوري ټکي څرګند کړې او وایې: د ډاکتر نجیب الله د حکومت د راپرزېدلو را په دې خوا ایران په ډېره چټکه او بربنډه توګه غوښتي چي په مزار شریف کي د خپل کلتوري یرغل موخو ته ورسېږي، چي لومړۍ هڅه یې د پوهنتون او دانشګاه د موضوع را پورته کول او پدې توګه د افغان اولس په منځ کي بیلوالي او بې اتفاقي ته لمن وهل ول.

او د ابومسلم خراساني د جادې د نوم اړول د ایراني دپلوماتانو په نوم د ایران دویمه بې منطقه او د افغان اولس دکلتوري ارزښتونو سره په ټکر کي هڅه ده.

ښاغلی( بلخي) همدا راز لیکي چي د ایران دریمه هڅه به داوي چي د مزار شریف څخه هم دویم د قم ښار جوړ کړي.

همدا زار په مېلبورن پوهنتون کي د انجینري پوهنځي زده کړیال حمیداله شېراني خپل نظر داسي راسره شرېکوي: په داسي حال کي چي په ایران کي هره ورځ افغانان اعدامېږي او د ژوندانه ټول حقوق ورڅخه اخېستل شوي دي، د ایراني رهبرانو انځورونه لګول او د داسي دپلوماتانو په نوم واټونه نومول چي د راپورونو له مخي د افغانستان د تجزئې پلان یې درلود، د افغان اولس سره لویه جفاء او بې ننګي ده.

دغه او د دې په شان نور کارونه د افغان اولس هیڅ کوم درد نشي دوا کولای، البته د ایران د غولامانو او جاسوسانو لپاره یوه کامیابي او بریا ضرور ده.

موږ دا کار او د دې کار عاملین په کلکه غندو او هیله لرو چي واټ دي بیرته خپل پخواني نوم ته واړول شي.

همدا راز د رئس جمهور او پارلمان څخه غوښتنه کوو چي د افغان اتل( خراساني) د حیثیت د اعادې لپاره دي د دې کار ترسره کوونکي مجازات کړي.

او د آسټرالیا په مېلبورن ښار کي د( افغان کمینټي) خدماتو پیش قدم او د ټولګټو چارو یا فوائد عامې وزارت پخوانی وزیر ښاغلی عبدالخالق فضل بیا وایې: د عامه شتمنیو یا اولسي ملکیتونو لکه وړکتون، ښوونځی، پوهنتون، سړک، واټ، دوې لاري، څلور لاري، لوبغالي او داسي نورو نومونه: زما، ستا، احمد یا محمود واک او اختیا ندی چي په ایښودلو یا نه اېښودلو کي یې لاس ووهي، دا د اولس شتمني، واک او اختیار دی چي چاته د کوم لقب په ورکولو سره د کوم ځای نوم هم د هغه په نامه کوي البته د هغه د بې ساري خدمتونو له مخي د اولس لپاره او یا هم د یوې ستري تاریخي کړني په بدل کي د یوه هیواد د تاریخ لپاره.

او د داسي مسائلو پر وړاندي باید د ډېر غور او دقت څخه کار واخیستل شي ځکه د یوه هیواد د اولس سره ځان په ټکر کي راوستل داسي ښکاري چي هغه څوک د هغه اولس څخه ځان پردی ګڼي د کوم سره چي ځان په ټکر کی راولي، او دا چاره سره له دې چي د یوه هیواد د شته قوانیو سره په تضاد کي ده همدا راز عامل شخص د هیواد تاریخ ته هم مسؤل دی، چي تاریخ یې بیا په هکله خپله پریکړه کوي.

درنو لوستونکو په دې اړه اندونه او اندېښني ډېري وي، چي مایې یو څو ستاسو سره شریکي کړي، هیره دي نه وي چي آسټرالیا مېشته افغان اولس هم د هیواد په هغه درد دردېږي او په هغه کړاو کړيږي چي د نامردو ګاونډیانو او د دغو نامرده ګاونډیانو د لاسپوڅو غلامانو له لوري پر افغان اولس تپل شوی دی.

افغان هغه اولس دی؛ چي د نړۍ سترو امپراتوریو د دې لرغوني اولس زور نه درلود، او نه یې لري.

په درنښت