ايساف لسګونه بهرنيان په اداري فساد محکوم کړيدي
په افغانستان کي میشت نړیوال سوله ساتي ځواکونه ایساف وايي، چي په تیرو دوو کلونو کې يې لسګونه بهرنیان په اداري فساد کې ښکیل په لاس لرلو محکوم کړي دي.
د شفافيت ګډ ځواک وايي د هغو ۳۰ ميليارده ډالرو قرارداونه څیړی چې له ۱۵۰۰ افغان او بهرنيو شرکتونو سره شوي دي.
ایساف دهغو کسانو د هویت او داچې په کوم ځای کې محکوم شوي دي څه ونه ویل، خو ویې ویل چي د نړیوالو او افغاني شرکتونو د پوځي قراردادونو کلکه څارنه کوي.
ایساف ټینګار کوي، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې په دغه هیواد کې له فساد سره د ټینګې مبارزې له لارې روانې پاتې کیدلای شي.
د شفافیت ګډ ځواک، نژدې دوه کاله وړاندې د ایساف په چوکاټ کې له افغان حکومت سره د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې د مرستې په موخه رامنځ ته شو.
د امریکا او برتانیا په ګډون لس هیوادونه د دغه ځواک ګډونوال او غړي دي.
د ایساف چارواکي، اداري فساد په افغانستان کې د خپل ماموریت لپاره لوی ګواښ ګڼي او وايي په دې برخه کې له افغان حکومت سره په ګډه کار کوي.
“د ایساف د شفافیت په اداره کې زموږ دنده د بوديجې پر مصرف څارنه کول دي، ځکه موږ په دې پوهیدلي یو چې په تیرو کلونو د دغو پيسو په لګښت کې ځینې ستونزې شتون لری. نو له همدې امله موږ د هغو ۳۰ ملیارده ډالرو قراردادنو په اړه، چې له ۱۵۰۰ افغاني او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي دی، پلټنه کوو.”
د ایساف په چوکاټ کې د شفافیت د ګډ ځواک یو قومندان، جنرال ریکي واډیل وويل د دغو ځواکونو د کار له پیل راهیسې یې لسګونه بهرنیان د اداري فساد په تور تر قانوني څارنی لاندې دي:
نو له همدې امله موږ د هغو ۳۰ ملیارده ډالرو قراردادنو په اړه، چې له ۱۵۰۰ افغاني او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي، پلټنه کوو.”
ښاغلی واډيل وايي د دغو پلټنو په پایله کې د سلو شرکتونو فعالیت لغوه شوی دی او د امریکایانو په ګډون لسګونه نور بهرنیان د دې ډول پیښو په تړاو مجرم پيژندل شوي دي.
په ایساف کې د فساد پروړاندې د مبارزې اداره وايي، پراخ اداري فساد په افغانستان کې د ۳۰ کلنې جګړې یو مهم لامل دی، خو وايي تمه لري له افغان حکومت سره د یوې پراخې تګلارې په مرسته داداری فساد جړۍ له منځه یوسی.
بل خواه افغان دولت د اداری فساد او څارنوالي په ملتیا سره تر اوسه پوری ددولتي چارواکو دفساد په تورد میلیاردونوډالرودحیف او میل دوسیه نه ده بشپړه کړی او نه هم تر اوسه پوری کوم لوړ پوړي چارواکي پړ او ملامت ګڼل شوی دئ.