کور / خبرتیا او پيغامونه / د زرغون شاه شينواري د اختر مبارکۍ پيغام

د زرغون شاه شينواري د اختر مبارکۍ پيغام

بسم الله الرحمن الرحيم
اختر مو مبارک شه

د خپلواک افغانستان موقته مرکزی شورا خپل مسلمان ملت، ټولو افغانانو او د اسلامی نړی پراخو ولسونو ته د واړه اختر د مبارکيو دوړاندی کولو سره یوځای د مهربان خدای څخه ددويي د هر عبادت قبلول غواړی.

هر څوک ګوری چې داختر په دی نيکمرغه ورځو کې اسلامی ملکونه او په ځانګړی ډول افغانستان دداسی خونړويو پيښو سره لاسو ګريوان دی چې هرافغان، هر مسلمان او هر انسان ته ټکان ورکوی.

دغو حوادثو . پټو پلانونو او د حالاتو چټک بدلون د افغانستان ستونځه نوره هم پيچلی کړی ده.

ځکه خو دادهرافغان ملی مبرمه دنده ده چې د خپل وطن په راتلونکی ژور ،پراخه او نوۍ فکر وکړی.

لکه څنګه چې د خپلواک افغانستان د ملی حرکت په طرحه کی روښانه شوی د افغانستان د خونړی غميزی د ختمیدو یواځنی عينی منطقی لاره پر پراخه ملی محور دا فغان ولس سياسی پیوستون او ددی وحدت په وسیله د وطن په مسايلوکې د ټاکونکی قوت دنده سر ته رسول دی.

له همدی امله د خپلواک افغانستان ملی حرکت په ټولو وطنوالو غږ کوی چې د خپل ملت د نجات سراسری سولی او ملی پايښت په خاطر یو بل ته د وحدت او مبارزی غيږ پرانيزی تر څو د یويشتمی پيړۍ د یوه بیدار، هوښيار او تجربکار ملت په څیر خپله ملی دنده سره ورسوی .

د خپلواک افغانستان د ملی حرکت د موقتی مرکزی شورا اجرایيه هيت دا لازمه وګڼله ترڅو ددی حرکت په اړوند ځنی ځانګړو برداشتونو او ليکنو ته په پام روښانه کړی چې داففانستان ددین پالونکی او ازادی غوښتونکی ملت ټوټی ټوټی ګريوان داخلی لوټمارو جګړمارانو اجیرو رژیمونو د منطيقی استخباراتی شبکو او سرکشو مسبتدو دولتونو دومره څيری کړی چی تار او ټڼی په کی نه دی پاتی .

د افغانستان خلکو په هر ځای کی چې یاستي په هرقوم، ژبه او مذهب پوری چې اړه لرۍ داوطن ستاسو د ټولو مور ده مه پریږدی چې کورنۍ.، بهرنۍ او منطيقوی مافيای کړۍ بیا هم ستاسو د تقدير مزی په لاسو کی وساتی او هغی بی رحمه جګړی ته دوام ورکړی چې هر افغان ته د ځان، وطن او استقلال په بیه تماميږی.

د مستقل متحد او سر لوړی افغانستان په هيله .

د هیواد څخه بهر د خپلواک افغانستان د ملی حرکت د موقتی مرکزی شورا او اجراييه څانګی مسؤل

زرغون شاه شينوارۍ

ټیلفون:0014242059453
بريښناليک : zarghoonshinwari@yahoo.com
نيټه : 2012-08-18