د مانسهرې پوليسو د کالعدم تنظيم درې غړي نيولي دي

د لراوبر اداره | اپریل 16th, 2008


دمانسهرى پوليسو دکالعدم تنظيم پورى تړلى درى ترهګر نيولى اوله هغوى څخه ئى وسله او په ترورستى عملياتو کښې کارواخيستونکى سامان الات هم ترلاسه کړيدى دمانسهرى د ډى، پى، او اختر حيات ګنډاپور دخبر له مخى په ترهګرو پورى تړلى محمد على چې په ټول هېواد کښې په اترورسيتى عملياتو کښې په اتم نمبر پوليسو ته مطلوب کس دى هم شامل دى دغه راز دوه نورترهګر فردوس او شبير چې دمانسهرى اوسيدونکى دي يادشووملزمانوڅوورځى دمخه دټيکسلا سوداګر عظيم خان هم تښتولى و او دهغه دخلاصون په بدل کښې د١٥ کروړوه روپيوتاوان غوښتنه کوله چې دبتل تهاڼى پوليسو ددغه کيس دڅيړنى اولټون پخاطر درى واړه ملزمان ونيول او له هغو څخه ١٠ دانى لاسى بمونه، ٢ کلاشينکوفونه او په تروريستى عملياتو کښې کاراخيستونکى يوشمير سامان الات ورڅخه په موقع ونيول شول

Copyright Larawbar 2007-2024