کور / خبرتیا او پيغامونه / د کوچني اختر په ویاړ د پوهنې د وزیر پیغام

د کوچني اختر په ویاړ د پوهنې د وزیر پیغام

1391 د زمری 27

خوښ یم چې د کوچني اختر د را رسیدو په ویاړ د ځان او د وزارت د مشرتابه پلاوي له لوري نیکې پیرزوینې او مبارکۍ درنو ښوونکو، زده کوونکو او د افغانستان مسلمان او دین داره خلکو ته وړاندې کوم .

د لوی خدای (ج) دربار ته دوعا کوم چې ستاسو ټولو مبارکې روژې او عبادتونه به قبول شوي وي.

له پاک الله (ج) څخه غواړم چې ددغې مبارکې میاشتې او زموږ د مظلومو خلکو د دوعاګانو په برکت د افغانستان خلکو ته سوله او آرامي ور په برخه کړي، چې له یوه پلوه د پوهنې د وزارت پلانونه په ښه توګه پلي کړو او هغه ۳ کلن عمومي حشر ته عملي بڼه ور کړو، چې د ښوونځي په عمر ټولو برابرو ماشومانو ته په ښوونځيو کې د زده کړې د امکاناتو د برابرولو په موخه پیل شوی او له بل پلوه په علمي، تخنیکي او اقتصادي برخو کې پرمختګ وکړو.

کوچنی اختر چې له یوې میاشتې روژې نیولو او دعاګانو وروسته یې لمانځنه کوو، د الله پاک د اوامرو د عملي کولو په تړاو زموږ د صبر او استقامت څرګندونه کوي.

نو لازمه ده هغه ټولې مثبتې کړنې او عملونه مو چې د روژې په بختورو ورځو کې تر سره کړي د ټول عمر او هرې ورځې لپاره لارښود وګرځوو او دیوه غښتلي او متعهد مسلمان په توګه د الله پا ک د اوامرو او د حضرت محمد(ص) د سنتو په رڼا کې عمل پرې وکړو.

په دغو بختورو ورځو کې خوښي او خو شحالي نه یوازې د الله ( ج ) له لوري پر بنده ګانو د رحمت نښه ده، بلکې د اختر ورځې د مسلمانانو تر منځ د کینو، تربګنیو او خپګان د لرې کیدو ورځې هم دي. ښه داده چې له دغو بختورو او مبارکو ورځو څخه په ګټې اخیستو دښمنۍ او کینې له زړونو لرې کړو او د نبي اکرم(ص) له لارښوونو او کړنو سره سم له خپلو مسلمانو وروڼو او خپلوانو سره راشه درشه وکړو.

له وخت څخه په ګټې اخیستو د افغانستان مظلوم او دینداره ولس ته د نیکمرغه کوچني اختر د را رسیدو له امله مبارکي وایم او له خوښیو ډکې ورځې ورته غواړم، همدارنګه له خپلو ټولو هیوادوالو هیله من یم چې د خپل ملي او اسلامي مسوولیت له مخې په هیواد کې د سولې او ارامۍ لپاره هڅې وکړي او دافغانستان په کلیو او بانډو کې د ښوونځیو، ښوونکو او زده کوونکو د ځان او مال د ژغورنې او ملاتړ په لاره کې خپلې مرستې و نه سپموي.

ومن الله توفیق

د پوهنې وزیر
فاروق وردګ