کور / تازه خبرونه / درې خارجی پوځیان ووژل سول

درې خارجی پوځیان ووژل سول

اسوشیټیډ پریس په خپل تازه راپور کی د نا ټو په حواله خبر ورکوی چی نن د اختر په اوله ورځ طالبانو د افغانستان په ختیځ کی په یوه بمی چاودنه سره درې بهرني پوځیان ووژل .
اسوشیټیډ پریس زیاتوی څنګه چی په ختیځ کی بشپړ اکثریت امریکایی پوځیان دي ، نو دا تر اوسه معلومه نه ده چی مقتولین به امریکایان وی او که نور بهرنیان .