په بلجيم کي د کوچني اختر دمراسمو راپور

لیکوال | اگست 19th, 2012


دبلجیم په انتورپن ښار کې دافغانانو ادبي او فرهنګي ټولنې سږ کال په خپل نوښت او بلجیم مشته افغانانو په مالي مرستو ددی جوګه شوه چې دخپلو اسلامي، کلتوري او ادبي مراسمو لپاره یی خپل ځانګړی ځای پیدا کړ تر څو په ښه ډول پکی یاد مراسم سرته ورسوي چې دخپلو میشتو افغانانو لپاره لوی ویاړ بولي.

نن یکشنبه داګست نولسمه نیټه دافغانستان او نړۍ دمسلمانانو په شان په بلجیم کې دمسلمانانو داختر لومړۍ ورځ وه چې د یو لړ مراسمو او خوشالیو ترسره کولو سره یې ولمانځله.

د نورو مسلمانانو په شان په بلجیم انتورپن ښار او شاوخوا سیمو کې میشتو افغانانو نن سهار په نهه بجو د کوچنې اختر لمونځ په انتورپن کې دافغانانو په جامع جومات کې په داسی حال کی ادا کړ چې ځوانانو اختریزي افغاني کلتوري جامی په غاړه او د ډېرو مشرانو د وطن په شان هسکې شملې د ورایه ترسترګو کیدی دلمانځه مراسم داسی جوړ شوی وو چې فکر کیده نن اختر ورځ په افغانستان کې دافغانانو ترمنځ لمانځل کیږی هره خوا خوشالۍ وی، تنکۍ ځوانانو او کوچنیانو په غاړو دافغانستان بیروغونه ځړولی وو او یو شمیر بیا ویاړلۍ بیرغ په خپلو کالیو پوری کړی وو چې په دی سره یې خپله خوشالي، مینه او کلتور اروپامیشتو ته څرګند.

د کوچني اختر لمونځ دسهار په نهه بجو د افغانانو دجومات امام قاري حسین احمد یوسفزي په امامت تر سره شو چې د میشتو افغانانو دزیاتوالي له امله دوهمه جمعه په نهه بجو او دیرش دقیقو دقاري سید احمدالله په امامت سرته ورسیده چې ګڼ شمیر افغانانو پکی برخه اخیستی وه ، د دواړو جمعو ورسته د افغانستان او ټولې نړۍ مسلمانانو ته د اتفاق، ورورولۍ اودېرو دعاګانو لاسونه پورته شول د لمونځ له ادا کولو وروسته راغلو لمونځ کولو یو وبل ته دمینې اختریزې ګرمې غاړې ورکړې او اختر مبارکې یې سره وویلې.

د لمانځه او مراسمو وروستۍ برخه خوراک څښاک ته ځانګړی شوې وه اوبیا ډېر شمېر ځوانان پارکونو او میله ځایونو ته د خپلو خوشالیو لپاره ولاړل او لومړۍ ورخ یې ولمانځله.

Copyright Larawbar 2007-2024