کور / تازه خبرونه / په ډنمارک کي اختر او دخپواکۍ جشن ونمانځل سو

په ډنمارک کي اختر او دخپواکۍ جشن ونمانځل سو

نن د اګست د میاشتې پر ۱۹ نېټه له غرمې وروسته په ډنمار‍ک ک‍ې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو له ۹۳ مې کلیزې او د کم‍کي اختر د مبارک‍و ورځو د رارسېدو څخه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ ‍کې لمانځنه ترسره شو
دد غې غونډې په پیل ‍ کې چې په ډنمارک کې دکونړ د فرهنګي ټولنې او د افغان + ډنمار‍ ک د لی‍کوالو ټولنې په نوښت سمبال شوې وه ، د ټولنې مشر ښاغلي ګلمانشاه ودیر ساپي او د مشرتابه هیاُت یو شمیر نورو غړو په وار سره راغلو میلمنو ته مبار‍ کي وویله .ورپسې د یو آزاد بحث په ترڅ ‍ کې هم د اختر په سترې فلسفې او هم د هېواد د خپلوا‍ کئ په ترلاسه ‍ کولو ک‍ې د وخت د پاچا امیر امان الله خان او نورو غازیانو پر برحقه مبارزو څرګندونې وشوې .
په بحث کي ښاغلو محمد یوسف هېواددوست ، ګلاجان پردیسي ،یارګل امیري ،ډا کټر عبدالرحمن باباخېل ،عزیزالرحمن شریفي ، او یو شمېر نورو برخه درلوده .بحث کوون‍و د هغه وخت خپلوا‍کۍ غوښتون‍کې سرښندنې د ویاړ او تاریخي ارزښت وړ وبللې ، خو د نني افغانستان په ناسور زخم یې خواشیني وښوده . په دغه غونډه کې چې یو شمیر خویندو ، میندو ، تنګیو ځلمیانو او کمکیانو هم برخه اخیستې وه د افغانستان د خلکو د خپلواکۍ د اعادې او هوسا ژوند پر ضرورت هم خبرې وشوې .غونډه د شپې د ۹ بجو په شا او خوا کې د اختر د میلمستیا په خوړلو او د یو شمیر غړو په یادګاری ع‍کسونو پای ته ورسیده .