افغان پولیس بیا یو امریکایی عسکر ووژی

ډاکټر نثار احمد صمد | اگست 20th, 2012


امریکایی خبري شبکه ( اې . بي . سي نیوز ) په خپل تازه راپور کی وایی چی پرون د افغانستان په جنوب کی یو پولیس د ګزمې پر مهال پر امریکایی پوځیانو ډزی وکړې چی له امله یې یو امریکایی عسکر ووژﺉ .
راپور زیاتوی چی دا حمله تر هغه تیارسی وروسته وسوه چی ټولو بهرنیو پوځیانو ته د قرارګاه په دننه او دباندی کی صادر سوی و .
خبر په پای کی لیکی چی سږ کال دافغان پولیسو او عسکر و لخوا پر بهرنیو پوځیانو ۳۲ دغسی حملې سوي چی ۴۰ بهرني پوځیان یې وژلی دي .

Copyright Larawbar 2007-2024