کور / تازه خبرونه / دتورخم پر لویه لاره امنیتي چاري کمزوري دی

دتورخم پر لویه لاره امنیتي چاري کمزوري دی

دتورخم پرلویه لاره دامنیتي چارو کمزورتیا او بی امني هغه لاملونه دي چه دترانسپورتي وسیلو چلونکي ورسره لاس اوګریوان دي .دغه لویه لاردډیورند دکرښي څخه پیل او دافغانستان دڅلوروولایتونود تجارت اوترانسپورتي وسیلوترټوله لویه او مهمه تجارتې لاره بلل کیږي.
دیوي افغانی خبري سرچینې په حواله پردغه لاره اوس دغلو اولارنیونکوبریدونه ډیر شویدي.دموټرچلونکوپه وینا پردي لاره باندي د څلوروبجو نه وروسته د ننګرهاراوکابل ترمنځ دلاری په اوږدوکي غله ډیرشویدی.
دوي وایی چه لارنیونکې اوغله زموږ موټران دروي او بیا مو غره ته پورته کوي.
یو بل ډریوربیا وایی چه تیره هفته یی دده یو ملګری چه دلارۍ موټر چلونکی وو،دغلو لخواه وغره ته پورته کړی او هلته یی وواژئ .پر دغه لاره باندي دکوچنیو موټرانوپر ګڼه ګونه سربیره دتجارتي غټولاریو اوپه افغانستان کي دمیشتو ایساف ځواکونودخوراکي توکو ترانسپورتي وسیلي هم تګ اوراتګ کوي.
ددي لویی لاری یو بل موټرچلونکي دخپلوسترګو حال داسي بیا نوی:په دغه لارکي اوس دموټرانو ګڼه ګونه ډیره ده اوامنیتي پوستي هم دلاري په اوږدوکي شته ،ولي ددغو پوستو سرتیری دڅلوروبجو نه وروسته خپلو ټاکلوځایونه ته ځي اودغه لاره نور دغلواو داړه مارانوپه اختیارکي وي.
دکورنیو چارو وزارت ویاند بیا ددغو ستونځو په هکله وایی چه ددي لویی ترانسپورتي لاری دامنیت چاری زموږ دامنیتي پلانونو دلمړیتوبونو څخه دئ اوموږ به کو ښښ وکړو چه ډیر ژردغه بي امنیتي دلاري په اوږدوکي لیري کړواو دغلو مخه ونیسو.