کور / تازه خبرونه / کندوز: وسله والو د يوه کور خاوند او ۲ مېلمانه ووژل

کندوز: وسله والو د يوه کور خاوند او ۲ مېلمانه ووژل

ناڅرګندو وسلوالوکندز امام صیب ولسوالۍ کې دکورخاونداو۲ تنه میلمانه ووژل

د کندوز امام صیب ولسوال امان الدین قریشی دپیښې پخلې ترڅنګ زیاته کړه چې ناپیژاندو وسلوالو نن سهار دیادی ولسوالۍ مولفګان سیمه کې هغه دوه تنه محلې پولیس چې په یوکور کې میلمانه ودکور څښتن په شمول ووژل .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په تیفلونې پیغام کې رسنیو ته دپیښې مسوولیت منلی او زیاته کړئ چې نن سهار ۵ بجې دامام صیب په مولفګان سیمه کې د دشت ارچی د سیمه ییزو پولیسو مشر جمعه ګل ځنځری او ورسره دوه تنه ساتونکې وژلې دی، خو سمیه ییز چارواکې دانه منئ چې ګنې قومندان جمعه ګل دی په یاده پیښه کې وژل شوی وي دکندوز امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور حسینې کلید ته دیادی پيښې په اړه دطالب ویاند ادعاء بې بنسټه وبلله اوزیاته کړه چې داډول پيښه نده رامنځته شوي.