کور / تازه خبرونه / په نیمروز کي دورستیو ځانمرګۍ بریدونو عاملین ایرانیان دی

په نیمروز کي دورستیو ځانمرګۍ بریدونو عاملین ایرانیان دی

دروژی د میاشتي په اوویشتمه په نیمروزکي دری ځانمرګي بریدونه ترسره شول چه ډیره مرګ ژوبله یی درلوده. دغه ځانمرګي بریدونه د ۱۲کسانو په واسطه تر سره شول چه نهه تنه یی مړه اودری تنه ژوندي ونیول شول. په دغو ځانمرګي بریدونوکي ۳۵ تنه مړه او ۱۲۰تنه ټپیان شویدي.
افغان دولت د خپلو لمړنیوڅیړونواو پلټنو له مخي ویلی دي چه نیول شوي ځانمرګیان په خټه اصلي ایرانیان دي.د نیمروز ولایت خلکو داولسمشرسره دخبرو پرمحال کوم چه د همدغي غمیزي په هکله نیمروز ته تللی و.د هغه څخه په ټینګه غوښتي دي چه دغه نیول شوي دری تنه دي په دار وځړول شي کوم چه ددغو ځانمرګي بریدونو عاملین ګڼل کیږی . اولسمشر کرزی دنیمروز ولایت چارواکو ته امروکړی چه ددي پیښی وهر وژل سوی کس ته سل زره افغانې او دهرټپی پرسر پنځوس زره افغاني دهغوي دکورنۍ غړوته ورکړل شي.
اولسمشرکرزی دخپل سفر پروخت کي دهغه ولایت څارونوال هغه وخت له دندی څخه ګوښه کړی چه کوم کس کرزی ته مخامخ د څارنوال پرضد شکایت وکړی او هغه یی په اداری فساد کي ښکیل وباله.
برسیره پردي تراوسه پوری دبهرنیو چارووزارت او یا کوم بل لوړ پوړی افغانی چارواکي دایران دولت څخه په بریدنو کي دایرانی اتباعو د ګډون په هکله کوم رسمي اعتراضیه لیک نه دی سپارلې اونه هم په افغانستان کي دایران لوی سفارت ته په دی اړه خبر ورکړل شویدی چه ددي پیښي اصلی عاملین ایرانیان دي.