باجوړکې طالبانو يوشمير کلي محاصره کړي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اگست 25th, 2012


باجوړ: په باجوړ ايجنسۍ کې د افغانستان پولي ته څېرمه د سلارزو تحصيل ځېنې کلي له بیګا شپې راهیسې وسلوالو طالبانو محاصره کړي دي. راپورونه وايي چې له سیمې ګڼې کورنۍ په وتو دي. او امنیتي ځواکونه هم ورته استول شوي دي.راپورونه وايي، چې په دې پيښه کې پنځه تنه ځایي وګړي ژوبل دي. خو د ځايي روغتون سرچینې وايي، چې دوی ته تر اوسه یو تن ټپي راوړل شوی دی.د باجوړ قبايلي سيمي پوليټيکل انتظامیې هم پيښه تایيد کړيده خو له رسنيو سره په خبرو کې د پوليټيکل انتظامیې چارواکو له تفصيلاتو ورکولو ډده وکړه.د پاکستان طالبانو تحريک ملاکنډ ډويژن ددې کلیو د محاصره کولو مسوليت منلى دى . او په ملاکنډ ډويژن کې د مولانا فضل الله وسلوالې ډلې وياند سراج الدين له نامعلومه ځایه پر ټيليفون له رسنيو سره په خبرو کې وویل چې د سلارزو تحصيل په يو شمير کلیو کې بريدونه هغوی تنظيم کړي دي او یو شمير کلي یې نيولي دي.د سلارزو تحصيل يو شمير کلیوالو وویل چې وسله والو طالبانو امدت او بټوار سیمې محاصره کړي دي. یوه سیمه یز مشر ملک حسین وویل، د سالارزو تحصیل بره برخه وسله والو طالبانو نیولې ده او د سالارزو کوز سر کې پوځیان او خاصه دار ناست دي. دده په خبره ځايي خلک د وسله والو په ولکه کې دي. خلک له سیمې په وتو دي.ملک حسين خان وویل چې د بیګا شپه شاوخوا لس بجې برید ترسره شوی دی، پوځ هم تیاری نیولی دی خو دده به خبره نه پوهېږي چې پوځ او طالبان ولې په دومره لنډه فاصله یو بل ته پراته دي. پوځيان پر طالبانو ډزې کوي خو هغوی یې نه ورباندې کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024