باړه کې په یو کور توغندي لګیدلي، ۹ کسان وژل شوي دي
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
پېښور:د خیبر ایجنسۍ په باړه قمبر اباد سیمه کې په کورونو د هوان توغندي لګیدلي چې په کې د يوې کورنۍ نهه غړي وژل شوي او پنځه نور ژوبل ديراپورونه وايي،توغندي د عبدالکریم نومی تن په کورنۍ راپریوتي دي ،نوموړي وېلي چې د کورنۍ شپږ کسان یې ځای پر ځای وژل شوي او دريو نورو په روغتون کې سا ورکړې ده .ژوبل کسان ددرملنې لپاره د پیښور روغتونونو ته رسول شوي دي. د یادې سیمې اوسېدونکي وايي توغندي د امنیتی سرتیرو له خوا توغول شوي دي.خو بل پلو د پوځ د اطلاعاتو اداره ، دا تورونه ردوي او وايي، د دې تر شا د وسله والو لاس دی . خو وسله والو هم له دې نه انکار کړی چې ګواکې توغندي دوی ورولي دي.