کور / تازه خبرونه / زابل : دلوږي له کبله ګڼي کورنۍ کډه شوې

زابل : دلوږي له کبله ګڼي کورنۍ کډه شوې

 دزابل ولايت له شملزو . نوبهار او اټغر ولسواليو څخه ګڼي کورنۍ تر ډيورنډ کرښي ها خوا  ته کډه شوي دي . داکورنۍ له دې کبله تللې چې هلته خواړه او دژوند دنورواسانتياوو کمبوت تر بل هروخت زيات شوى دى . خلک وايي چې ددغو سيمو اوسېدونکو دډيورنډ هاخوا په مسليم باغ سيمه کې استوګن شوي دي چې ډېرى نور يې دکډه کولو په حال کې دي . دزابل ولا يت ګڼ اوسېدونکي وايي چې په دورستيو کې دغه ولايت په لاري پرتو سيمو کې لوږه دانتها تر هده رسېدلې ده . سيمه ييز اوسېدونکي وايي که افغان حکومت او نړۍ واله ټولنه دلوږي دمخ نيوي هڅه ونه کړي ښايي په دغو سيمو کې يو لوى بشري ناورين رامنځ ته شي .