کندهار:دتېرې شپې چاودني ۱۷ کسه زخميان ۴ مړه کړل
د کندهار ښار د لسمي او ١٧ مي امنيتي حوزې پر سرحد باندي موټر بم چاودني ۴ تنه ملکي وګړي شهيدان کړل او ١٧ تنه نور يې زخميان کړل.
دغه چاودنه نن د شپې څه باندي يوولس بجې هغه مهال وسوه کله چي د کندهار د امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرازق خان د سپرلۍ موټر له سيمي څخه د تېرېدو په حال کي و.
خپله جنرال رازق په پېښه کي سطحي زخمي سوى چي د درملني لپاره روغتون وړل سوى او روغتيايي حالت يې په بشپړه توګه د ډاډ وړ ښودل سوى دى.
بله خوا د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د پېښي مسوليت منلئ او وايي چي جنرال رازق په پېښه کي سخت زخمي سوی دی .
د کندهار ولايت مطبوعاتي وياند په وينا په ننۍ پېښه کي وژل سوي او زخميان ټول ملکي وګړي دي چي پکښي څلور تنې ښځي او ١٣ نور کوچني هلوکان او انجوني شاملي دي او د درملني لپاره د کندهار ميرويس روغتون ته وړل سوي دي.د کندهار چارواکو په پېښه کي د نورو امنيتي پوليسو د ځاني زيان په اړه معلومات نه دي ورکړي.
د سيمي اوسيدونکو د معلوماتو پر اساس د زخميانو شمېر تر ۲۵ زيات ښوول کېږي چي د ميرويس روغتون په ګډون ځينو شخصي روغتونونو ته هم لېږدول سوي دي .
د ځايي اوسيدونکو په وينا چاودنه ډېره زوروره وه چي له امله يې په سيمي کي يو شمېر دکانونو اور واخيست او د نژدې کورونه يې زيانمن کړل .
دکندهار ولايت څخه په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي چي له نيکه مرغه چي د سولي او افغانانو دښمنان نن يوځل بيا په خپل دې شوم عمل کي پاته راغلل او د کندهار امنيه قومندان له ډېرو معمولي ټپونو سره له دې دل سختي چاودني څخه روغ ووتى.