کور / تازه خبرونه / کندهار:درې شکمن طالبان ونيول شول

کندهار:درې شکمن طالبان ونيول شول

دغه شکمن کسان وروسته له هغه نيول شوي چې دکندهار دلوى زندان شاته پر يوه امنيتي پوسته دلاسي بم بريد وشو . افغان امنيتي ساتونکو دغه کسان دشوي بمي بريد په تور نيولي دي . پرون پر يوه رياست او يوه امنيتي پوسته ديوساعت وخت په واټن دلاسي بم بريدونه وشول چې مرګ ژوبله يې نه لرله خو وېره يې خپره کړه . دکندهار ګڼ اوسېدونکي وايي چې حکومت دامنيت په ساتلو کې پاتي راغلى دى .