په کوټه کې د محکمې قاضي ‌ذوالفقار نقوي ووژل سو.

رفيع الله مندوخېل | اگست 30th, 2012


په کوټه کې وسله والو د محکمې قاضي په ګډون درې تنه په ډزو وژلي دي.
د کوټې پوليس وايي، چې د پنجشنبې په ورځ نامالومه وسله والو د محکمې قاضي ذوالفقارنقوي سره له موټر چلوونکي او يو ساتونکي په ډزو ووژلی.
پېښه هغه مهال رامنځته سوه، کله چې نوموړی قاضي له کور څخه محکمې ته په موټر کې روان وو، چې له چمن هاوسنګ سيمې سره ورباندي ناڅرګنده وسله والو بريد وکړ، او نوموړی يې سره له موټر چلوونکي او ساتونکي ځای پر ځای ووژلی.
د کوټې د پوليسو مشر مير زبير وايي چې بريد کوونکي پر موټرسايکل سپاره وو، او له پېښي سمدستي وروسته په تېښته بريالي سوي دي. د ده په وينا وژل سوی قاضي دشعيه مسلک غړی وو، او پېښه کېدای سي فرقه يزه وژنه وي.
نوموړي زياته کړه، چې ډېر ژر به په پېښه کې ککړ وسله وال ونيسي او دوی به د قانون منګولو ته وسپاري.
د ايالت قانونپوهانو د نقوي وژنه په کلکه غندلې او پر ضد يې په ټول ايالت کې يې د دوه ورځني ماتم او کاربنديز اعلان هم کړی دی.
تر اوسه د پېښي پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو تر دې وړاندي پر شعيه مسلمانانو د بريدونه مسووليت سني افراطي ډلې لشکر جنګهوي او جندالله منلی وو.

http://www.facebook.com/rafiullah.mandokhail

Copyright Larawbar 2007-2024