کور / سپورټي / د احمدي جام شل اوريزي سيالۍ پيل سوې

د احمدي جام شل اوريزي سيالۍ پيل سوې

په ننګرهارکې دلس لوبډلو ترمنځ داحمدزي جام شل اورېزې سيالۍ پيل شوې .
دغه سيالۍ چې دحاجي حضرت ولي احمدزي په مالي مرسته دچهارشنبې په ورځ پيل شوې په کې عادل شاه،ميهن،هلال ګروپ،تره خيل،خوشحال حضرتي،اتحاد،ننګرهار اکاډمۍ،درونټه منتخبه،سباون او ناصري اليون لوبډلو ګډون کړى دى .
دغه سيالۍ شل اورېزې سيالۍ چې دجلااباد ښار په سراج العمارت بڼ کې ترسره کيږي شاوخوا شل ورځې به دوام وکړي .
داحمدزي جام سياليو په لومړۍ لوبه کې خوشحال حضرتي لوبډلې عادل شاه لوبډلې ته په دوه شپيته منډو ماتې ورکړه .
په دغه سيالۍ کې لومړى توپ وهنه خوشحال حضرتي لوبډلې وکړه اوپه ټاکلي شل اورونو کې دشپږو لوبغاړو په سوزېدو سره يوسلو څلورشپيته مندې ترسره کړې،چې په ځواب کې دعادل شاه ټوله لوبډله په يوسلو دوه منډو باندې په شپاړسم اورکې وسوزيده اوپه دې سره يې په دوه شپيته منډو ماتې ومنله .
په دغه لوبه کې ناصرخان چې خوشحال حضرتي لوبډلې په ګټه يې درې دېرش منډې کړې وې او دوه لوبغاړي سوزولي وو،دلوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.