کور / سياسي / ګـوډاګی رژیـم، بل اخلاقـي تعـریف او عـبدالـصبور

ګـوډاګی رژیـم، بل اخلاقـي تعـریف او عـبدالـصبور

لیکوالان: ډاکتر محّمد داود میره کی اوډاکتر رحمت ربی زیرکیار

Installed Regime, Moral Redefinition and Abdel Saboor

‌By:
Dr. Mohammad Daud Miraki
mdmiraki@ameritech.net
Dr. Rahmat Rabi Zirakyar
zirakyar1234@yahoo.com

افغان تاریخ په زړه ورتیا، ویاړ او ملي اتلانو باندې ګلالی شوی دی. دغه ملي لاسته راوړنې د تاریخ په اوږدو کې نمانځل شوې دي او د ټول افغان ولس د ټولنیز او تاریخي پیژاند په خدمت کې لګیا دي. دا ملي سمبولونه او ټولنیز او تاریخي څلي د ملت معنوي پیژاند او مشرتابه ته لارښئ. دا د نورو ملتونو او د دوی د ملي ارزښتونو سره کوم توپـیر نلري. خود ملي ویاړ دا ملي ځانګړتیاوې او څڼډې هغه مهال دخطر سره مخامخ کیـږي چې د ملي پیژاند جوهر یې د بهرنیانو ، د هیواد په دننه او بهر کې د دوی د ګوډاګیانو او ځان خرڅو عـوضیانو له خوا یرغمل شـوی وي.

په تیرو دیرش کلونو کې په ځانګړي ډول په ۲۰۰۱ زییز کې د امریکې – ناټو له یرغل راهیسې ،افغانستان بیلابیل پړاوونه ووهل او د نوي اخلاقي پیژاند خوند یې وڅاکه. نصب شوې رژیم هڅه کوي چې بهرنئ قواوې خوښې وساتي. د دغې وظیفې د اجرا لپاره خپل ملي ارزښتونه داسې سکڼي چې د امریکې او د هغې د ډلګرو د خوښۍ لپاره پکې د زړه له کومي مرییتوب مجسم شوی وي.

په دې لڼډه لیکنه کې غواړو چې په دغو ټولنیزو- تاریخي واقعیتونو، د نصب شوي رژیم په نوي اخلاقي هویت او د یوه ملي اتل عبد الصبور د وژنې په حُکم باندې رڼا واچوو.

د تاریخ په اوږدو کې، افغانانو د بهرنیو قواو د یرغل په شمول د ملي اضطراري حالاتو په مهال ميړانه ښودلې ده او د خپل ویاړ او عزت په دفاع کې یې خپل سرونه نـه دي سپمولي. که یرغلګر انګریزان وو یا لږ وړاندې شورویان وو، د جګړې په ډګر کې د خپل ویاړ د ساتنې لپاره د کلکې میړانې ښودل د افغانانو د زړه ورتیا ځانګړتیا ده. خو د افغانستان په تازه تاریخ کې داسې شرایط برلاسي شول چې یایې د یرغلګرو په مقابل کې د افغانانو مبارزه ډیره سختوله او یایې په خپل غلیم باندې د برلاستیا لپاره دهغوی فوق العاده زیار حتمي کاوه.

په نولسمه پـیـړۍ کې انګریزانو په افغانستان یرغل وکړ، خو بری یې په برخه نشو. له دې امله هغوی په افغانستان کې د خپلو ګوډاګیانو د ټاکلو لپاره داسې ستراتیجۍ وکارولې، چې د اوسنیو یرغلګرو د ستراتیجیوسره چې خپل مطلوب شخص ته قدرت وروسپاري، ډیر ورته والی لري. ښه بیلګه یې په ګدۍ باندې د شاه شجاع کښینول دي. خو کله چې وضعه خرابه شوه، ګوډاګي شاه شجاع افغان ملت په غوږ وواهه چې دی د انګریزانو په لومو کې نښتی دی، او دملت سره یې هم خپل پیغام شریک کړ چې د انګریزانو په ضد را جګ شي. افغانانو هغه وواژه ځکه چې د انګریزانو سره یې همکاري کړې وه. خو حامد کرزی له شاه شجاع نه زیات دی ځکه چې دی امریکايي عسکري منصبدارانو او سیاسي مشرانو ته د زړه ورتیا جایزې ورکوي. د بیلګې په ډول حامد کرزي له افغانستان نه د امریکایي جنرال پیتریس د راستنیدلو په مهال نوموړی د وزیر محّمد اکبر خان په جایزه ونازاوه. وزیر محّمد اکبر خان هغه ولیعهد شهزاده و چې د انګریزانو سیاسي استازی ویلیم میکناټن یې په کابل کې وواژه (۲۳ دسمبر ۱۸۴۱)، او بیا خلکو دهغه مړی د کابل په کوڅو کې راښکه. شهزاده محَمد اکبر خان په افغانستان کې د ملي اتل مقام وګاټه، خو له بدې مرغې په کابل کې اوسني نوکر رژیم د وزیر محّمد اکبر خان د زړه ورتـیا او اتـلتـیا سمبول د افغانانو قاتلانو ته وروباخښه.

په دې کږو وختونو کې، د کابل اوسنیو واکمنانو عبدالصبور په مرګ محکوم کړی دی – هغه څوک چې په نورو شرایطو کې به د نوي ملي اتل په څیر نمانځل شوی وای. عبدالصبور چې د افغانستان په ملي اردو کې عسکر و، د کابل په شمال کې یې پنځه فرانسوي عسکر ووژل. د کابل ګوډاګي رژیم هغه ونیو او په مرګ یې محکوم کړ. که د کابل رژیم افغان ملي ارزښتونو او نامتو اتلانو ته ارزښت ورکولای، عبدالصبور به د افغانستان د ملي اتلانو په لړۍ کې د ځان وړ ځای نیولی وای. له بدې مرغې، د ګوډاګي رژیم خصلت، د ملي ریاکارۍ حمایت او د ملي ارزښتونو نشتوالی یې ځینې هغه عاملونه دي چې د کابل واکمنان د اغـیز لاندې راولي چې د خپلو بادارانو د خوښۍ لپاره عبدالصبور په مرګ محکوم کړي.

دلته حتمي ده چې موضوع توضیح کړو . د افغانستان په دننه او بهر کې د ځینوافغانانو اخلاق دومره راټیټ شوي دي چې د پاڅون په ځای ګډون او هملاستیا غـوره ګڼي. د بیلګې پـه ډول، ځینې هغو مجاهدین مـشرانـو چې د پخواني شوروي یرغل په مقابل کې یې پاڅـون کړی و، اوس نه یواځې داچې امریکې او ناټـوته تسلیم شوي دي بلکې د هـیواد اشغال او ورځنئ بد بختیو ته یې هم اسانتیاوې بـرابـرې کړې دي. دغـه شان په لـویـدیـز کې، د افغانستان د پخوانیو شاهي کورنیو ځینې غـړي او خپلوان په لـړۍ کې ودریدل چې په داوطلبانه ډول خپل وقار او شرف لیلام کړي. ځینو یې خپل بیلابیل پلانونه وړاندې کړل چې څنګه امریکایان افغانستان ته راوبلي. دوی په خپل دې لومړي والي ویاړ وکړ چې تیر ولسمشر جورج ډبلیو بوش ته یې خپل خدمت وړاندې کړې و. نورو یې د هغـوامریکایي جنرالانو د ژباړنانو او تش په نوم کلتوري مشاورانو په څیر خدمت کاوه چې د پښتنو په مرکزي سیمه کې په غټو بریدونو کې لګیا وو، په پښتنو یې عام قتل لګاوه او د هغوی کلي یې ورانول. حتی نن په افغانستان باندې د امریکې له یرغل نه یولس کلونه وروسته، د دې جلاوطن پـیسه سرو غټ شمیر په خپلو ژوند لیکونو کې خپل هغه خدمتونه خوندي کړي دي چې د امریکایي جنرالانو لپاره یې کړي وو، او هم دوی وو چې د خپلو اصلي (بومي) خلکو د ټـول وژنې تماشې ته ولاړ وو. اساساَ، د دوی له منځه غلط شاهي خیلان په هغه خدمت کې ولاړ وو چې له سپکاوي نه ټـیټ ګڼل کیږي. موږ دوی غلط شاهی خیلان (شهزادګان) وګڼل ځکه دوی هغه پیاوړتیا او وقار نه لرل چې افغان شهزاده وزیر محمّد اکـبر په کې نـوم ویــستلی و.

باید په ډاګه کړو چې موږ د شمالي ټلوالې په خیانت او قاتلانه تاریخ او د دوی په بشپـړه سرټیټۍ خبر یوـ په هغه سرټیټۍ چې دوی پکې په افغانستان باندې د یـرغلګرو قـواو د نوکرو وژونکو او تسهیلوونکو په څیر لګیا وو. دا به بې ګټې وي چې زیات په شمالی ټلواله وغږیـږو. هر څوک پوهیـږي چې شمالي ټلواله په افغانستان کې د مشکلاتو مرکزي دی ، یانې هرڅوک چې ورته ډیرې ډالـرې ورکوي د هغه خدمت به کوي.

اوس نو پوښتنه داده چې ولې به هغه نور خلک ( چې په عادي شرایطو کې به د وقار او عـزت خاوندان وي) د امریکې- ناټـو د قواو په خدمت کې لګیا وي. دا ډول وګړي د امریکې- ناټـو د قواو سره د خپلې هملاسۍ او ګډون لپاره بیلابیل دلیلونه وړاندې کوي چې ځینې یې څرګند دي او نور یې څنګن (ضمني) دي. ځینې هملاسان او ګډون کوونکي په دې هیله دي چې یرغلګرې قواوې به افغانستان د خپلو ګاوڼډیانو له لاس وهنو نه لرې وساتي، خو ځینې نور (لکه پخواني مجاهدین مشران) د جنګ د ستړتیا نښې ښئ. لکه چې وینو، د افغانستان زیات شمیر ګاوڼـډ یان د امریکې- ناټو او د روسیې د فدراسیون د ګټو په خدمت کې ولاړ وو. له دې امله ویلی شو چې غټ قدرتونه به د افغانستان ګاوڼـډ یان هلته له لاس وهنو نه تم نکړي ځکه چې غټ قدرتونه ورنه په کفالتي ظرفیت کې کاراخلي(پراکسي کپسـیـټي).

زمـوږ نظـر دادی چې د مریتوب په معـاد له کې دوه غـټو فکټورونو غښتلی رول لوبولی دی: لومړی هغه غـوڅ ټـکان و چې د ۱۹۹۱ د خلـیج له جنګ نه وروسته راپورته شوی و. په دې جنګ کې امریکې خپل ستر زور په عراق ورخوشې کړ د دې لپاره چې هر ډول امریکا- ضد احساس شڼـډ کړي. په دې ډول په یو قطبه نړۍ کې د نړۍ د غـټې برخې لپاره، د امریکې په ضد د پاڅون لګښت خورا جګ و. له دې امله د افغانستان جنګسالارانو روغه وګڼله چې د پاڅون په ځای د امریکې سره همکاري وکړي. دوهم فکټور د پانګې په سیلاب او په اقتصادي فساد راڅرخي چې تسهیل کونکو (لکه شمالي ټلوالې، د پخوانو مجاهدینو غـړو او په لویدیز کې روزل شوو ټکنوکراتانو) ورنه ګټه واخیستله او په بې اندازه سویه ماړه شول. ناڅاپه د مشورتي کمپـنیو پسرلې راغـی. دغـو کمپنیو چې تش په نامه کلتوري مشاوران او ژباړنان یې مقرر ول، ناڅاپه د فرصتونو بازار پرانیست او بې اندازې پیسې یې وګټلې. طبعاَ، دغې عملیې زیان هم د ځان سره راوړ: خیانت او په جرم کې ګډون. چا چې اخلاقي شخصیت نه لاره، دغه وضعه یې یو بې نظیره فرصت وګاڼه چې ډیرې پیسې په لڼـډ وخت کې وګټي.

له همدې امله د افغانستان په دننه کې د فساد اقتصاد او په بهرنیو پیسو کلک اعـتیاد منتخب اخلاقیات (سیلیکټـیو مورالیټي) رامنځته کړل چې په فردي اراده ولاړ وو. دا ډول مفـسده تصدي چې په میلیونونو ډالرو رامنځته شوه او په شوق او اراده سمبالو جلا- وطن افغانانو ورته لارې څارلې، لګیا ده چې اخلاقاَ ضعیف وګړي لا پسې فساد ته راوبلي. په دې ترتیب، د ځینو اشخاصودغسې بې تـفاوتي او د جنګ له لارې پیسې ګټل د افغان ولس په ټول وژنه باندې د موافـقـت مهر وهي اود ګوډاګي رژیم اخلاقي زوال ګړندی کوي. په پایله کې ویلی شو چې افغان تاریخ سرچپه شوی دی: د عبدالصبور په شان اتلان په مرګ محکوم شوي دي او خایـنان د رغـونې، کلتوري او ژبني مشاورانو په لقـبونو نازول شوي دي.

د چاپ ټول حقوق خوندي دي. ۲۹ اګست ۲۰۱۲