د ناټو د بېس په دروازه کی درنه چاودنه وسوه
فرانس پریس آژانس په خپل تازه راپور کی وایی چی نن سهار وختی د وردک ولایت په سید آباد ولسوالي کی د ناټو د بېس په دروازه کی یوه ډیره درنه چاودنه وسوه چی د محلی چارواکو په حواله لږ تر لږه شپږ ملکی کسان پکښی وژل سوي دي او ګڼ شمیر هم زخمیان دي چی دوه استخباراتی افسران هم پکښی شامل دي .
آژانس وایی چی د ملګرو ملتونو د راپور له مخی د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کی ۱۱۴۵ ملکی افغانان وژل سوي او نور ۱۹۵۴ هم زخمیان سوي دي .
آژانس زیاتوی چی ذبیح الله مجاهد ټکس مسیج ورکړی او لیکلی یې دي چی دا د لارۍ موټر چاودنه وه چی ګڼ شمیر امریکایی پوځیان یې وژلي دي . خو آژانس وایی چی ناټو اعلان وکړ چی موږ ته ځاني تلفات نه دي اوښتي .