کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / (د غوايي ورځ ) بیا د غوایې میاشت راغله !!!

(د غوايي ورځ ) بیا د غوایې میاشت راغله !!!


 


 پام چي د دې مبارکي میاشتي په اړه څوک په وروڼو ؟!! پسي څه ونه وایي !!!


اخر غوایې هم د خدای بنده ګان دي ؟!!!


په نننئ دیموکراته ؟! نړئ کي خو هر څوک ورځ او هر شئ حق لري !!! د چا مساوي د چا دوه برابره څوک تر حق لوړ څوک تر حق لاندي … لنډه دا چي ، ورځ او د هغې د تجلیل حق د زور او طاقت درلودل کارول او د فن ! مظاهره کول دي . د خدای (ج) په بندګانو کښي تر غوایي بل کم داسي بنده سته چي زورور ښکر ، لوی خو د عقل نه خالي سر ، زورور اندام او د بادار رسئ ته ، وړ غاړه ولري ؟. تاسي ګران لوستونکي د نننئ نړئ پرمختللې بڼه له پورتني مثال څخه لیدلای سئ . په رشتیا چي نن په نړئ کښي انس او جنس ورځ لري . ښځي ، نارینه ، څاروي ، الوتونکي ، نیټې او داسي نور … له ټولو نه جالبه د ورځي تعریف او تفصیر دئ ، چا ته که کومي ورځي چانس راوړي خو بل چا په همدی ورځ تاوان کړی او کله ناکله خو داسي هم سوي چي چا په تاوان کي چانس راوړی دئ . د ۲۰۰۷ ع کال د هسپانیي هیواد د غوایانو په ځغاسته کښي ډیری منډي وهونکي تر پښو لاندي سول ، د ځغاستي ژوري پلاوي د دې پر ځای چي غوایي پړه وګڼي ، دا منډي وهونکي چي نور نو د پښو دریدلو طاقت نه وو پکښي ، پړه او له مسابقی نه ویستل . خلګو اعتراض وکړ چي ، غوایی له وخت نه وړاندي د غوجل نه خوشي سول او خلګوو ته خبردارې نه وو ورکړل سوی ! خو ژوري ځکه نه منل چي په لوبه کښي ګټونکي او بایلونکي خامخا وي …!!! اوریدل کیږي چي د کابل ښاریان هم ، یو ځل بیا د غوایی د ورځي د تجلیل او تحسین په درشل کښي د شنو غوایی د انقلابیونو د لازمي پاملرني وړ ګرځیدلي دي . لاري يي تړلي دي … دا ځکه چي * دا ځل د ژوري پلاوي مشر تر نورو مشرانو ، ځان عادل او د لوبو پر ګډونوالو محربان ګڼي !!! او پریکړه یي کړی ده چي که ؛ ‎ خلګ د غوایی د تجلیل او تحسین لپاره تیاری اوس وویني ، نو د غوایي د ورځي په رخصتئ کښي به بیا څه کوي ؟ او همدارنګه د کابلیانو په پټه د خپلو ښکرونو او لغتو په وسیله کومي ابادئ !!! چي د همدی ورځي په ویاړ تر سره سوی وې … خپلو عسکرو او دوستانو ته وښیئ .





 


زه  خو  دا  کار  د  قدر  وړ  ګڼم  ، ځکه  چي  ؛   د  سیل  او  منظرې  په  وخت  کښي  لازمه  نه  ده  چي  کابلیان  خوږی  خاطری  ترخی  کړي  ؟!
 دلته  خو  لا  د  مساجدو  محرابونه  تر  اوسه  د  کعبی  خواته  نه  دي  راسته  !!!
دلته  خو  لا  مزدور  او  غریب  کابلیان  د  جنت  له  خوږو  نه ، نه  دي  برخمن   !!!
دلته  لا  میرنئ  ورور  سته  چي  ګوانتنامو  ته   په   مجاني   سیاحت   ولاړ  سي  !!!
دلته  لا  د  ړندو  بم  غورځونکو   ته  ( لبیک ، لبیک ) ویونکي  سته  !!!
دلته  لا  افغان  اولس  کله  ناکله  اخترونه  او   نوي  کلونه  لمانځي  !!!
دلته  لا  خلګ  انساني  ژوند  غواړي  !!!
د  نړئ  دغه  لړئ    ده ،   زموږ  مړئ.