تر کال ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان د تجزیي پلان
د انګلستان د پارلمان یوه غړی چی »توبیاز ايل ووډ« نومیږی یو پلان طرح کړی او پارلمان ته يی وړاندی کړی دی چی د هغه له مخی باید د افغانستان تجزیه د کال ۲۰۱۴ وروسته شروع او په تدریجی ډول تر کال ۲۰۲۰ پوری تکمیل شی . دتوبیاز ايل ووډ په نظرافغانستان هغه وخت ارامی ته مخ کولای شی چی ټوټه ټوټه شی او هر قوم د خپل ژوندانه په ساحه کښی په جلا توګه ژوند وکړی . دی په خپل پلان کی لیکی چی که څه هم هممهال غربی نړی د یوه افغانستان نه په تنګ دی اوکه څو نور افغانستانونه منځ ته راشی نو نړی به تر هغه زیات په ناورین اخته شی . خو داسی به ونه شی ځکه چی هغه وخت به د افغانانو د ژوند ساحی محدودی وی ، په خپل منځ کی به په رقابتی ډول ژوند کوی او دتروریزم لپاره به هم نظره نه وی .
د توبیاز ايل ووډ د پلان له مخی به افغانستان تر راتلونکو جمهوری ریاست انتخاباتو وروسته پر اته سیمو ویشل کیږی چی مرکزونه به يی کندهار، کابل ، هرات ، مزارشریف ، کندوز ، جلال اباد ، خوست او بامیان وی . توبیاز ايل ووډ وايی : د افغانستان یوی شخصی ورځپاڼی اماده ګي ښکاره کړیده چی دده پلان خپور کړي او د خپریدو په وخت کښی د همدی پلان ملاتړ وکړی ، اما دی ورځپاڼی چی نوم یی تر اوسه ندی معرفی شوی ويلی دی چی ددی پلان د خپریدو وخت تر اوسه ندی رارسیدلی پر مناسب وخت به خپور شی .
ددی پلان له مخی به په هره منطقه کښی یو اروپایی ملک خپل انکشافی مرستی پلی کوی او هری منطقی ته به په ځانګړی توګه انکشاف ورکوی . او طالبانو ته به هم یوه منطقه ور سپارل کیږی او هم به د هغوی سره په متوازن اندازه انکشافی مرستی کیږی . توبیاز ایل ووډ وايی : په لمړی ګام کښی به افغانستان دسمبول په شکل یو جمهور ريس لری اما دا اته منطقی به د اتو صدراعظمانو لخوا اداره کیږی . په اخیرو ګامونو کښی به هره منطقه ځانته تصمیم نیسی چی هر یو ځانته جمهوریس و ټاکی او که په یوه فدرالی سیستم کښی ژوند کوی .
د تیر کال دسامبر پر ۲۲ نیټه د افغانستان دری لوی دښمنان او پخوانی جنګی جنایتکاران لکه رشید دوستم ، احمد ضیأ مسعود او محمد محقق د یوه المانی انستیتوت »اسپن انستیتوت« په بلنه برلین ته سفر وکړ او هلته يی د امریکا د کانګرس د څلورو غړو سره وکتل . د امریکا د کانګرس غړی چی یو يی دیموکرات او دری نور يی جمهوری غوښتونکی وه ، د برلین په آدلون هوټل کی د المانی ژورنالیستان په پټه پر افغانستان خبری وکړی اوکوښښ يی وکړ چی د افغانستان تجزیی ته لاره هواره کړی . په هغه وخت کښی په پلان کښی وه چی عبدالله عبدالله او عطا محمد هم په دی غونډه کښی برخه واخلی . خو څنګه چی رشید دوستم او عطامحمد یو له بله سره ذاتی دښمنان دی ، عطا محمد حاضر نه شو. اوډبل عبدالله د جمهوری ریاست د چوکی په امید د برخه اخیستو نه ډډه وکړه . ددی غونډی برخه اخیستونکوپه هغه وخت کښی هڅی وکړی چی نړیوال او بیا مخصوصاً د افغا نستان رسنی ددی پلان نه خبر نشی . خو ددوی د بدی طالع نه د امریکا د رسنیو نه یو ژورنالست په آدلون هوټل کښی اوسیده چی دهغه په ذريعه ددی غونډی خبر نړی ته راووت. که څه هم ددی مجلس پوره اجنډا بر ملا نه شوه خو بیا هم د افغانستان رسنی تر یوی اندازی پوری ددی پټی غونډی نه اطلاع واخیسته .
د کال ۲۰۱۲ د جنوری په نهمه نيټه نقيب الله شورش چی په قوم خروټی دی پر دی غونډی باندی په کلکه نیوکه وکړه او ويی ویل چي د اسپن انستیتوت دا غونډه د افغانانو له نظر نه مخالفه غونډه ده او هغه افغانان چی په دی غونډه کښی ګډون کوی د افغانستان د خلکو نماینده ګان نه دی بلکه د افغاستان دښمنان ، خونیان ، جنایتکاران او د نشه يی توکو قاچاقبران دی. دا کسان غواړی چی افغانستان پر شمال د تاجکو او جنوب د پښتنو پر منطقو باندی وویشی چی دا کار به هر یو افغان د پخوا په شان د خپلی وینی په تويیدو رد کړی او د افغانستان خپلواکی او یووالی به وساتی .موږ خروټی چی په شمار دری میلیونه ته رسیږو ، په هر وخت کښی اماده یو ، د دغو کسانو په مقابل کی وجنګیږو او خپل ملت ددوی له ناورین نه خلاص کړو .
اوس مهال که څه هم د انګریز د پارلمان غړی توبیاز ايل ووډ ویلی ندی چی ده د چا په ملاتړ داخپل پلان جوړ کړی دی او نه يی د چا نومنونه په ښکاره توګه اخيستی دی خو دومره يی ویلی دی چی دا پلان دافغانانو په مشوره جوړشوی دی . ددی خبری نه داسی اخيسته کیږی چی دا فغانستان دښمنان خو پخوا لاهم معلوم وه .نو اوس به بیا حتماً دا پورته پنځه کسان په دی مشوره کښی ښکیل وی.
د تأسف ځای خو دادی چی د لسو کالو راپد یخوا ټوله نړی پر پښتنو دا تور لګولی چی په افغانستان کی ناارامی او جنګ غوښتنه ددوی له خوا را پارول کیږی او هغه د شمال اتحاد د رشید دوستم ، احمد ضیاُ مسعود ،محمد محقق ، عبدالله عبدالله او عطامحمد چی په دی تورځانونه تورن نه بولی لس کاله وخت درلود چی یوه ملی سوله منځ ته راولی . مګر دوی داکار ونه کړ اوپه عوض کښی یی ډالرونه د نشه یی توکو د قاچاق محصول و ډوبی یانورو هیوادونو ته انتقال کړه او اوس لا هم کوښښونه کوی چی افغانستان تجزیه شی . د افغانستان جمهورریس حمید کرزی په خپله بیانیه کښی د افغانستان و پارلمان ته وویل چی دداسی کسانو پلورونو اوحتی نیکه ګانو لا د افغانستان د تجزیی ارمان ګورته وړی دی . دا جمله یو تاریخی حيثیت لری چی بیله شکه به یی راتلونکی نسل د ښوونځيو په کتابونو کښی لولی.
پر افغانستان به دا ورځی تیری شی او ددی اوسنی ناورین نه به خلاص شی . نه به افغانستان تجزیه شی او نه به ددی کسانو ارمان پوره شی . اما ددوی نوم به دافغانستان په تاریخ کښی لکه داحمدشاه مسعود نوم په ډیره بده وضعه یادیږی اومخ به یی د افغانستان په تاریخ کښی د تل لپاره تور پاته شی .