هلیکوپتر ولوېد ، دوه خارجی پوځیان ووژل سول
فرانس پریس آژانس د ناټو په حواله راپور ورکوی چی نن د هیواد په ختیځ کی د ناټو یو هلیکوپتر ولوېد چی له امله یې دوه بهرني پوځیان پکښی مړه سول .
بله خوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد لراوبر ته وويل چي په لوګر کي يې دوې غبرګي پوځي الوتکي ويشتلي چي له امله يې ۲۱ پوځيان وژل سويدي . د ذبيح الله مجاهد ادعا تر د ناټو او ايتلاف قواو لخوا نه ده تاييد سوئ .