هلمند : ٢٥ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
عطاالله محمدي
د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت پر يوشمېر سيمي وسله والو طالبانو د بريدو تکل لاره خو د دوى له لوري ئې مخه ډب سوې او هغوى ته ئې په جواب کي درنه مرګ ژوبله اړولې.
چارواکي وايي چي وسله والو غوښتل د موسى کلا اولسوالۍ ځيني امنيتي پوستې تر خپل واک لاندي راولي خو د پوليسو او ملي اردو له لوري ئې مخه نيوله سوې .
په دې اړه لراوبر ته د هلمند ولايت مقام له لوري يوه خبرپاڼه لېږل سوې چي پکښي د دې نښتو د پخلي ترڅنګ د ٢٠ وسله والو د وژلو او ٥ د ټپي کولو خبره سوې .
خبرپاڼه ليکي چي په دې نښتو کي دوه ملي پوليس او يو د ملي اردو عسکر وژل سوي او دوه د ملي اردو سرتېري ټپيان سوي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
تېره ورځ هم د هلمند ولايت مقام لراوبر ته د دوو غبرګو چاودنو پخلى کړى وو.