زابل : شل ٢٠ ووژل شول او ګڼ نور ټپيان دي

34 | اپریل 17th, 2008


دزابل امنيتي چارواکي وايي چې دکابل کندهار پر لويه لاره يې شل وسله وال طالبان وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي دي . دزابل دامنيت امر فريدالله ځدراڼ لراوبر ته وويل چې شپږ وسله وال طالبان يې ژوندي هم نيولي دي . دغه نښته نن دپانج شنبې په ورځ دشاجوى ولسوالي په سيمه کې وشوه . دده په وينا چې په نښته٩ کې افغان او ناټو ځواکونو شريکه ونډه درلوده خو ناټو او افغان ځواکونو ته تاوان نه دى رسېدلى  ښاغلي ځدراڼ زياته کړه چې ديوولسو وسله والو طالبانو مړي يې هم دشاجوى ولسوالي ته وروړي دي . او تر دامهاله لا دکورنيو وارسانو ته نه دي سپارل شوي . پخپله وسله والو طالبانو ددغې پېښي په اړه غبرګون نه دى ښودلى .

Copyright Larawbar 2007-2024