دبریتانیا شاهي کورنۍ په هلمند کې دپوځ مورال قوي کوي

ميرويس افغان | سپتمبر 7th, 2012


وروسته له هغه چې په افغانستان کې پر نړۍ والو ځواکونوباندي دپوځ په جامو کې دنغښتو طالبانو بریدونه زیات شول ،داسي نښي نښانې تر سترګو شوې چې په هغه هیواد کې په جګړه بوختو نړۍ والو ځواکونه دمورال له ضعیف تیا سره لاس او ګریوان دي‌.
که څه هم تر اوسه پوري په افغانستان کې په دننه بریدونو کې زیاته مرګ ژوبله امریکا يي ځواکونو ته وراوښتې ده ،خو بریتانیا هم له واره دخپل پوځ دمورال دقوي کېدو ګام واخیست . دهغه هیواد د بریتانیا شهزاده هري یو ځل بیا افغانستان ته راستون شو چې د طالبانو پرضد په هوايي عملیاتو کې برخه واخلي.
که څه هم دا یو سمولیک عمل دی خو افغانستان ته د ده د خوندي رسېدو په اړه د بریتانیا ملکې او ولیعهد چارلس ته مالومات ورکړای شول.
هري څو ځلي ویلي و چې بیا به افغانستان ته لاړ شي او له خپلو پوځیانو سره یوځای به په عملیاتو کې ګډون وکړي.
هري، چې پوځي یونیفورم یې اغوستی و، وروسته یوې اپاچي جنګي هیلي کوپترې ته وخوت، د هغې د وسلو او وضعیت جاج یې واخیست.
که څه هم سږکال په افغانستان کې ټول ۳۱ بریتانویان وژل شوي دي ،خو په لویه کې دیوه بهرني پوخي وژنه هم دهغوی په هیوادونو کې لوی تاثیر لري .
په هلمند کې یوې ځايي حکومتي سرچینې دنوم نه ښودلو په شرط لر اوبر ویبپاڼې ته وویل چې دا کار دبریتانیا دپوځ دمورال دقوي کېدلو په موخه هر وخت تر سره کېږي او کومه نوې خبره نه ده .
دتېر کال په انډول په روان کال کې په افغانستان کې دناټو ځواکونو دوژل شویو کسانو شمېره لوړه نه ده او ټول (۳۲۴) وژل شوي دي ،خو په لویه کې دافغان پوځ په لباس کې پر دوی باندي‌بریدونو نړۍ وال ځواکونه سخت انېښمن کړي دي‌. . په دغو پوخیانو کې تر ټولو ډېر یې امریکا یان وژل شوي‌دي چې ټوله شمېره یې (۲۵۰) ته لوړه شوه . (۳۱) بریتانویان او (۴۳) نور یې دبیلا بیلو هیوادونو اوسېدونکي پوځیان دي .
اوس دنړۍ دبیلا بیلو هیوادونو مشران هڅه کوي چې دخپلو پوځیانو مورال په افغانستان کې قوي وساتي ،تر څو د۲۰۱۴ کال پوري‌خوندي او له جګړه ځپلي افغانستان نه ووزي .

Copyright Larawbar 2007-2024