پښتونخوا:ډير ژر به د اوړو د کمښت شخړه ترکنترول لاندي راشي

د لراوبر اداره | اپریل 17th, 2008


دپښتونخوا ايالت دښارى اوكليوالي ترقى ستر وزير بشيراحمد بلور ويلي  چې  ايالتى  حكومت دبلدياتي نظام دختمولو هيڅ اراده نه لري

  داوړو دكمښت  شخړه دپخواني حكومت  دنيمګړي او ګمزورى كړنلارى پيدا وار دي چې  ډير ژر تر كنټرول ا و كابو لاندى راوستل شي دغه  ټكي  بشير بلور دهرى پور دسيمه ايز حكومت تر څارني  لاندي  دجشن هزاره  ديو سلو اتمى  كليزى  پرانيستونكي  غونډى  ته د خپلى  وينا پرمهال څرګند كړيدي  وروسته  دصوبى  ستر وزير بشير بلور دجشن هزاره لرغوني او  تاريخي ميله په رسمي توګه  پرانيستله  پدي وخت كي دهرى پورلوى ناظم يوسف  ايوب خان دسرحد اسمبلۍ غړي  راجه فيصل زمان  دغازي دسيمي ناظم اسلم حيات خان دهرى پوردتحصيل ناظم افتخار خان، دهرى پور ډى، سى ، او ، اى ، سى ، او هر يپور او د يونين كونسل  ټولو ناظمانو ګډون كړي  و دصوبه سرحد  ايالتى  ستروزير دخپلى  وينا پيل اوپاى په همدى ټكى  ختم كړ چي  زموږ بنسټيزه او لومړني  هيله اوغوښتنه دسرحد په ايالت  كي د تلپاتى  سولي  او ټينګ  امنيت رامنځته كول او ټينګول  دى .

Copyright Larawbar 2007-2024