کور / تازه خبرونه / ۵۱ تنه پښتانه وژل شوي او ۱۴۰ تنه ټپيان سوي دي

۵۱ تنه پښتانه وژل شوي او ۱۴۰ تنه ټپيان سوي دي

دکرمى ايجنسۍ په يوشمير سيمو کښې دهستوګنو ځايى قبائيلو ترمينځ د ديارلس ورځنيو پرله پسى نښتو اوجګړو په پايله کښې دم ګړۍ درى تنه ټپيان شويدى لکه څرنګه چې دميټرک ازموينى هم پيل کيدونکى دي له سيمى څخه دراغلوعينى کنونکو له خولى دکرمى ايجنسۍ دپيواړتنګى، پاړاڅمکنى او کړمان په قبائيلى سيمو کښې دسيمه ايزو اوسيدونکو ترمنځ دم ګړۍ وسله واله جګړه او د ډزو لړۍ روانه ده اوس مهال په يوه تازه خپلمنځى نښته کښې يوازى درى مقامى وګړى ژوبل شوى خوديادونى وړده چې دروانى مياشتى  اپريل له ٥ تاريخ څخه تراوسه  ۱۷ تاريخ پورى پوره ٥١ وګړى په حق رسيدلى او ١٤٠ تنه دجګړى په ډګر کښې ټپيان شويدى  ديو بل خبر له مخى دلوئير کرمى ايجنسۍ دبالش خيلو، سنګينه او سده په سيمو کښې له اوربند څخه وروسته دډزو ژغ نه او ريدل کيږى خو له بلى خوا سيمه ايز چارواکى بيا وائي چې داپرکرم ايجنسۍ په سيمو کښې دجرګى غړى، قبائيلى مشران او حکومتى چارواکى دجنګ بندۍ او ډزبندۍ پخاطر زيار باسى دکرمى ايجنسۍ دناوړه او ناامنه کړکيچنو حالاتو او نښتو په پايله کښې په لويو لارو دخلکو اوګاډوتګ راتګ  په ټپه ولاړدى اوبريښنا هم دځنډ شکار ده چې له همدى کبله دسيمى اوسيدونکى او مشته خلک له سختو ستونزو اوکړاوونو سره لاس او ګريوان دي دغير امنيتى صورت حال ترمخه دميټرک ځنډشوى ازموينى پرون دتعليمى مهالويش له مخى پيل شوى دي.

 د يو بل خبر له مخي دوې ورځي مخکي د خيبر ايجنسۍ څخه هم د پرله پسې جګړو او مرګ ژوبلو خبرونه ورکول کېږي و په دې اړه  د پښتونخوا ايالت وزيراعلى اميرحيدرخان هوتى دخيبرايجنسۍ دتشددله پيښو څخه دښار سيمې ژغورلو لپاره دحفاظتى ديوال جوړولومنظوري ورکړه په فرنټيرهاوس کښې دوزيراعلى اميرحيدرخان هوتي په مشرۍ کښې دلوړې پايې غونډه وشوه په غونډه کښې وزيراعلى دخيبرايجنسۍ دحالاتو څخه خبرکړل شو وزيراعلى په دغه وخت وويل که چرته تيروتنې واى شوې نو نن به داسي حالات نه وؤ وزيراعلى دحيات آباد اوانډسټريل سيمې سره دحفاظتى ديوال جوړولو امرورکړ.


په خيبر ايجنسى كي دجنكيالو عكسونه او دتورخم بنده لاره



دخيبر ايجنسى دجنكياليو عكسونه او دتورخم بنده لاره


دخيبر ايجنسى دجنكيالو عكسونه اودتورخم بنده لاره .




دتورخم بنده لاره او دخيبرايجنسي جنيكيالي .