کرزي دپاکستان په وژنو ژور خفګان ښکاره کړ

ميرويس افغان | سپتمبر 12th, 2012


ولسمشر کرزي په پاکستان کي په دوو بېلابېلو پېښو کي تر ۳۰۰ ملکي وګړو زياتو کسانو د وژل کېدو په اړه د پاکستان هيواد سره رسمي خواخوږي اعلان کړه .
دخواشينۍ په دې پيغام کي راغلي افغان ولسمشر د ځان لخوا او د افغانستان د ملت په استازیتوب د دغې خواشینونکو پیښي له امله د پاکستان مشرتابه او ټول ملت ته خپل د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړيدي.

د اور لګېدني يوه پېښه پرون په لاهور کي رامنځته سوه چي ۲۵ کسان يې ووژل او دوهمه نن په کراچي کي د ټکرانو په يوه فابريکه کي رامنځته سوه چي ۳۰۰ کسان پکښي ووژل سول او زيات شمېر نور زخميان سول .

Copyright Larawbar 2007-2024