کور / شعر / څراغ پر لاس غل

څراغ پر لاس غل

د خبرونو د غلا پۀ اړه خو مو اوريدلي دي ځکه چې ټول خلک يې خپل مال بولي،هر څوک د مړ شوي ښامار پر سينه چاړۀ منډي او وايي چې زۀ مومن خان يم.


داخبره مې ځکه وکړه چې د ميرويس جلالزي پۀ نامۀ يو کس چې ځانته د پښتو چوپړوال وايي د خوشحال خان خټک شعر پټ کړې دې د بابا يو ډير مشهور غزل دى چې:


 


د سبا باده گزر پۀ چمن بيا کړه              پۀ چمن کې رنگارنگ گلونه واکړه


بل بيت دى چې:


بې نياز څۀ خبر لۀ نازه چې ناز څۀ دى           ستا د سترگو بلا واخلم ناز پر ما کړه


پۀ بينوا کې ښاغلي جلالزي دغه شعر پۀ دې توگه تحريف کړى دى:


بي نياز څۀ خبر لۀ نازه چې ناز څۀ دى        ستا د شونډو بلا واخلم ناز پر ما کړه


خوشال بابا د خپل شعر په پاى کې وايي:


زۀ خوشال کمزورى نۀ يم چې به ډار کړم           پۀ ښکاره نارې وهم چې خولۀ يې راکړه


خو ښاغلى جلالزى هم کمزورى نۀ دى چې پۀ ډاکړي پۀ ښکاره نارې وهي چې شعر يې پټ کړ،دغه ښاغلى ما ليدلى نه دى خو ټولو لوستونکو وايم چې پۀ يوه ليکنه يې هم باور ونۀ کړئ، د هر چا نه غلا يوه خبره خو د بابا نه غلا داسې مانا لري لکه له لمر نه وړانگې پټول.


 د ميرويس جلالزي د غلا په اړه لاندينى لنک وگورئ


شعـــــــــــــــــر دلته کليک کړئ