کور / خبرتیا او پيغامونه / د هلمند د خبريالانود خپلواكي ټولني د خواشينۍ پيغام

د هلمند د خبريالانود خپلواكي ټولني د خواشينۍ پيغام

په ډيرې خواشينى سره موخبرترلاسه كړچې د جمعې په ورځ د غزني ولايت په اړوند سيمه كې د يوې ترافيكي پيښې له امله چې ۵۳ تنه هيواد وال پكې وژل شوي دي چې په وژل شويو كې د كندهارولايت پنځه تنه خبريالان درى نارينه اودوې ښځينه چې تازه يې په دې ډګركې پل ايښى وهم خپل ژوند له لاسه وركړى.
د هلمند د خبريالانوخپلواكه ټولنه په دې غمجنه پيښه ژوره خواشيني څرگندوي د شهيدانوله كورنيوسره په دې غم كې ځان شريك بولي د دوى كورنيواوخپلوانوته د تسليت مراتب وړاندې كوي اود الله له دربارڅخه شهيدانوته د فردوس جنت غوښتنه كوي.
ياده ټولنه د ترانسپورتي شركتونوڅخه غوښتنه كوي چې دترافيكي قوانينوپه پام كې نيولوسره سم تگ راتگ وكړي ترڅوپه راتلونكي كې دا ډول ناوړه پيښې رامنځ ته نه شي اوله دولت څخه په كلكه غوښتنه كوي چې له هغه ترانسپورتي شركتونوسره جدي قانوني كړنه وكړي چې څوځله يې د موټرچلوونكولخوا دا ډول زړه بوږنوونكې پيښې رامنځ ته شوې دي.
په درنښت
په هلمند كې د خبريالانوخپلواكه ټولنه