کور / تازه خبرونه / هالنډ: دلوى درستيز زوى ووژل شو!

هالنډ: دلوى درستيز زوى ووژل شو!

هالنډي رسنيو نن خبر ورکړ چې د هيواد د مسلح قواوو د نوي مشر  جنرال پيتر ون زوی دافغانستان په جنوب کې په يوه چاودنه کې وژل شوى دى . د هالنډ دفاع وزارت وويل چې 23 کلن بريدمن دانيس ون –  دجمعې په ورځ له خپلو ملګرو سره په ګزمه بوخت وو چې دسړک دغاړي په يوه چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.  دهالينډ چارواکو لاتر دامهاله دانيس ون دوژنې دقيق ځاى نه دى ښودلى خو افغان او ناټو ځواکونه په افغانستان کې وايي چې چاودنه په اروزګان ولايت کې شوې ده ..هالنډ دا مهال  د ناټو تر مشرۍ لاندي  په افغانستان کې ١٧٣٠ سرتېري لري چې ډېره برخه يې دهيواد په ناارامه ولايت اروزګان کې مېشت دي  .