په کابل او هرات کی د امریکا پر ضد مظاهرې وسوې

ډاکټر نثار احمد صمد | سپتمبر 16th, 2012


اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی نن په کابل ښار کی د کابل پوهنتون په سلګونو محصلینو د هغه فلم پر ضد مظاهره وکړه چی په امریکا کی د اسلام پر ضد جوړ سوی دی . مظاهره چیانو شعارونه ورکول چی « مرګ پر امریکا ! » ، « ژوندی دی وی اسلام ! » .
خبر زیاتوی چی نن په هرات ولایت کی هم په سلګونو خلک واټونو ته راووتل او د « مرده باد امریکا ! » شعارونه یې ورکول . خو کومه خاصه شخړه او خرابي رامنځته نسوه .
د امریکا پر ضد نن سبا په ټولو اسلامی هیوادونو کی مظاهرې او کرکی جریان لری او په افغانستان کی هم دننه په پوځ او دباندی په ملکی ساحه کی دغه نفرت روان دی . نن په زابل ولایت کی پولیسو څلور امریکایی پوځیان او پرون یې په هلمند ولایت کی دوه برتانوي پوځیان ووژل .

Copyright Larawbar 2007-2024