کور / خبرتیا او پيغامونه / د سيد آغا وطنیار او وصیلې د شهادت په اړه

د سيد آغا وطنیار او وصیلې د شهادت په اړه

د ودان افغانستان ګوند (واګ) اعلامیه


۱۳۹۱/۰۶/۲۵


په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د ودان افغانستان ګوند دوه تنه غړي (سید آغا وطنیار او وصیله) د یوې درې کلنې ماشومې په شمول له خپلو پینځو تنو نورو ملګرو سره له کابله کندهار ته د سفر پر مهال د موټر د ټکر له امله شهیدان شول، په دغه دردرونکې پېښه کې دمساپر وله ډلې څخه پینځه تنه شدید ټپیان او نورو ټولو تر پنځوسو زیاتو کسانو د ښځو او کوشنیانو په ګډون خپل ژوند وبایلود.


انالله و انا الیه راجعون


پېښه د غزني په اوبند سیمه کې د تېلو  یوه ټانکر سره د  احمدشاه ابدالي ترانسپورټ د یو ۳۰۳ سرویس بس د ټکره له امله رامنځته شوه، چې د غزني ولایت د ترافیکو چارواکو یې لامل د سړک خرابي او د موټرو تر حد زیاته چټکتیا وبلله.


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پر دغه پېښه د خواشینۍ ښوولو تر څنګ د پیښې د زخمیانو او د شهیدانو له کورنیو سره د مرستې امر وکړ.


له بده مرغه چې د ورته ولسي ناورینو پر مهال ولسمشر یوازې د خواشینۍ اظهار او د مرستو غوښتنه کوي، خو د دغسې پېښو د مخنیوي لپاره د قوانینو د مراعت یادونه نه کوي، له ولسمشر څخه هیله کېده، چې دپېښې د عواملو د پیدا کېدو جدي فرمان یې صادر کړی او پړلوري یې قانوناً مجازات کړی وای.


ویل کیږي ،چې د احمدشاه بابا ابدالي ترانسپورټ مالک له واکمنو کړیو سره نژدې اړیکې لري، ځکه نو په دې اړه هیڅکله تر جدي پوښتنې لاندې نه راوستل کیږي دداسې پېښو ترڅنګ پر نوموړي ترانسپورټ تور دی چې د نشه يي توکیو د قاچاق کار و بار هم پکې کیږي .


 


د کندهار د میرویس روغتون د چارواکو په وینا په افغانستان کې د جنګ تر قربانیانو د ترافیکي پېښو دا زیات دي، او په دغو پېښو کې تر اتیا سلنې زیاتې د احمدشاه ابدالي ترانسپورټ پر غاړه دي، خو له بده مرغه چې تر اوسه نه دی مجازات شوی.


ودان افغانستان ګوند په کلکه له دغه ترانسپورت څخه دقانوني پوښتنو غوښتنه کوي او که داصلاحاتو په ژمنه کې پاتې راشي نو دتړلو په اړه يې باید اقدام  وشي او ولس ته دې ډاډورکړل شي .  همدارنګه پر افغان دولت ټینګار کوي، چې له یوې خوا د لویو لارو بیارغونې او څارنې ته جدي توجه وکړي او هم د ترافیکي قوانینو په مراعت سره د موټرو سرعت کنټرول کړي او  غاړه غړوونکو ته قانونی سزا ورکړي. په دې اړه باید دترانسپورت وزارت او دترافیکو لوی ریاست داسې قوانین وضع او پلي کړي ، چې په مرسته یې دداسې پېښو مخه نیول کیدای شي ، همداراز ملي شورا ښايي ددغې ملي ستونزې په اړه يوه ځانګړې کومیټه فعاله کړي .


ودان افغانستان  ګوند له یادو شهیدانو پرته دوې میاشتې مخکې هم خپل یو غړی ذکریا ذکي له خپل ژورنالیست ملګری عبدالهادي همدرد سره د هلمند په ګرشک ولسوالی کې دماین چاودنې په یوه پېښه کې له لاسه ورکړ. ګوند، خپلو ټولو شهیدانو ته ، ددعا لاسونه پورته کوي . دوی ته د الله ج له درباره د فردوس جنت، درنو کورنیو او ټولو ګوندي ملګرو ته یې د جمیل صبرغوښتنه کوي . ګوند ژمنه کوي،  چې د دوی د وطن او خلکو لپاره د خدمت ستر ارمانونه به د خپلې ګرمې مبارزې په سلسله کې پوره کوي.


انشاالله


مرکزي کمېټه ـ ودان افغانستان ګوند
کابل افغانستان