کور / شعر / هلمند ته د شهزاده هري سفر

هلمند ته د شهزاده هري سفر

شهزاده د باد پر اس باندې را سپور شو

شهزاده، د سترګو رپ کې له زرګونو غرونو واوښت

شهزاده، لکه فاتح میدان ته راغی

+++

شهزاده فکر کې لاړو:

څو خړ پړ ژڼي راتاو دي د سرونو لو ګډ شوی

یو سور مخ له تنې بیل شي او د شنو سترګو باڼه یو بل کې ښخ شي

شیبه پس ځمکه لمده شي، هره خوا سرونه رغړي

+++

یو ناڅاپه لاس قلم شي او عَلم په پریوتو شي

شهزاده بریتو کې مسک شي

خو،
یوه پیغله توغ را واخلي – په یوه ناره ټپیان له ځمکې جګ کړي

هره خوا لکه زخمي زمریان حملې کړي

له ګوګله زړونه باسي، پرې منګولې خپلې سرې کړي

+++

شهزاده، له قهره شین دی

هره خوا یې د نیکونو هدیره ده

هر قدم کې څو تنې وینو کې لامبي

هر یو ګام کې د مرګونو ننداره ده

+++

شهزاده میدان ته راغی

د کسات جذبې نیولی دی لړزیږي

غواړي، سپینه توره سره ځان سره یوسي

د نیکه د قبر سر باندې یې کیږدي

په غرور ورته ووایي:

انتقام مې درته واخیست

هغه خلک چې یې تاسو وی وژلي

له هغو خلکو سلام مې درته واخیست

++

خو شهزاده، چې ځان ته پام شو

هره خوا ورته خولې وازې د مرګو وې

یو ناڅاپه ی توره ولویده له لاسه

د خپل تور اس په لټون شو

اس د اور لمبو کې ګیر دی، بایلولی یې دی وس د جګیدلو

++

شهزاده، زبون وهل شوی، په تتلۍ ژبه ورو- ورو ځان سره وایي:

څوک چې غواړي دا ملت په وینو سور کړي

نور به څه کړي؟ ژوند به ځانته په تنور کړي

محمد نعمان دوست،جلال اباد

د وږي ۲۷مه،۱۳۹۱

.