کور / تازه خبرونه / له كوټي څخه يو په زړه پوري خبر

له كوټي څخه يو په زړه پوري خبر

كوټه هم لكه د نورو پښتني ښارونو په څېر د ډېرو ، ستونځو ، كړاوونو ، نا امنيو، بمي چاودنو، او نورو حوادثو شاهده ده ، خو نن د جمې مباركه ورځ چې د اپرېل د مياشتي له اتلسمې نېټې سره سمون خوري د كوټي په يو مركزي پارك كې د غېږ نيوني يوه په زړه پوري ميله تر سره شوه ، دې مېلې ته چې له لري لري ځايونو څخه خلك د غېږ نيولو او د نندارې كولو دپاره راغلي وونو ډېره خوښي يې ښكاره كوله .


 كه څه هم د سهيلي پښتونخوا له ټولو سيمو څخه خلك راغلي وو د دې مېلې دپاره خو پاكستاني امنيتي ځواكونو كلك امنيت نيولى ، په پاى كې په  كوټه كې د تجارانو د اتحاديې مشر ښاغلي عبدالرحيم كاكړ د غېږ نيولو په ګټونكو باندي لنګۍ و وېښلې ، او دا ميله په ملي اتڼ سره ماښام ناوخته پاى ته ورسېده .