کور / تازه خبرونه / کرکيټ: افغانستان نن له هندوستان سره لوبه کوي

کرکيټ: افغانستان نن له هندوستان سره لوبه کوي

د کرکيټ د نړۍ والو مسابقو په ترڅ کي افغانستان نن له هندوستان سره لوبه کوي.
د افغانستان ملي لوبډلي په ٢٠١٠ کال هم له هند او جنوبي افريقا سره لوبي کړي وې، خودواړي يې بايللي وې.
د کرکيټ ننداچيان وايي هندۍ لوبډله که څه هم تجربه کاره او نسبتاً زوروره ده، خو افغانان د دې وړتيا لري چي هندوستان ته ستونزي وزېږوي.
هندوستان په ٢٠٠٧ کال د همدې مسابقو اتلولي ګټلې او همدا راز يې دوه واره د يو ورځني نړۍ وال کپ قهرماني ترلاسه کړې ده.
د نن ورځي لوبه د افغانستان پر وخت ماښام شپږنيمي بجې شروع کېږي.

د افغان لوبډلي د برياليتوب په هيله