کرزی دخپل قانوني صلاحيت نه ناوړه استفاده کوي
پدې اوس ټول هيواد وال خبردی چي کرزی دخپلي کورنۍ دراتلونکي په خاطرچي پر واک ئې يوله دوينه پاته سي دې دملي ارادې خلاف کارونوافغاندښمنو هڅوته ملاتړلې ،چي پايلي ئي ملي نفاق او دولسونوجنگول دي .شمالي ټلواله په هيڅ صورت دپښتنواونورومېشتو قومونوسره پخلاکېداي نسي،دوي په خپلوورځنيو خبرواوشعارونوکي دپښتنواونوروقومونوپه وړاندي خپله کرکه په ډاگه کړېده، داچي ددوي مشرانوهريوه رباني اواحمدشاه مسعودڅه کړي اوڅه ويلي دټولوپياد دي .که کرزی داټول لوي کندهاردخپل قانوني واک اوصلاحيت نه په استفادې سره دهمدې جنگسالاروپه نوم کړي دوي به خوشحاله نسي اوخپلو افغان دښمنو دسيسواوطرحوته به دالمانی،امريکايي اوفرانسوي سياسي لېونيانوپه مټ اود هغوي ترنامه لاندي دوام ورکړي،البته دوي نورملاتړي هم لري اودهغوي دپټو هڅونواوهدايت پر بنياد داگډي وډي طرحي اوبېځايه شعارونه ورکوي اودکابل دښارپه ښکلوبنگلوکي جوړسووکنفرانسوله تريبون څخه له يوې خواځانونه دملت استازی بولي اودبلې خوادهمدې ملت دگټوپر خلاف اودهغوي دډارولوشعارونه ورکوي .دخلکودې پوښتنې ته چي دوي دکوم ملت خبري کوي اودکوم ملت استازي دي دا۳۵ کاله بې جوابه پاته دی اوداسوال به همداسي بېجوابه پاته وي ځکه دودهيچا استازي نه دي ،کله کله نمايشي لاريونه اويادپنجشيرپه دره کي ځغاستي دبهرنيولخواورته رالېږل سوواوملي شتمنيودچوروچپاول پيسوبرکت دي اوبس .
دادقدرت لېونوپه يوه اوبل نامه ،ملي مقاومت اوملي جبهی ترنامه لاندي داسي تبليغ کوي چي گويادټول ملت استازي دي ،خوداسي نه ده ،بېله خرڅ سوونورددوي په دروغجنوتبلېغاتو نه غولېږي اودغه کسان له يوه سره ټول زموږ ولس پېژني اوتراوسه ئي نادوده کړنې دهيوادوالوهيري ندي . دا دوي وه چي دامريکاتر بي ۵۲الوتکي تر وزرولاندي ئي دافغان وژنې چغې وهلې ((ټانکيو امريکااوتردې لادرانه بمونه وغورځوه ))اوهم دادوي وه چې دروسانوسره ئې دمرحوم نجيب الله دحاکميت په دوران ښي دجهاد اومقامت په نوم په مسکواوجبل السراج کښي خاينانه تړونونه دخپلوگټولپاره لاسيلک کول،ځکه خوزموږ زورېدلی ولس پر حق دی چي له شمالي ټلوالي نه پوښتنه وکړي کوم مقامت ؟اودچاپه وړاندي مقاومت ؟مگر له روسانومولږ پيسې واخيستې ؟ددې مسلې دروښانتيالپاره دروسي جنرالانو کتابونوته مراجعه زموږ دادعاښه اوعلمی ثبوت کېداي سي .موږته داټول ستر ،ولي خواراوزليل کسان معلوم دي .کرزی ديوه جمهوررئيس په توگه نه بايد دقانوني صلاحيت نه په استفادې سره ديوه غوڅ اکثريت دارادې پرخلاف داسي پرېکړه وکړي چي دولسونوترمنځ بې اتفاقيواودښمنيوته لمن ووهی ،اوپه خپله ماشومانه پرېکړه زموږ دولس ددښمنانوپر ژرنده اوبه سپرې کړي .
موږته روښانه ده کله چي دکرزي ددې غير عاقلانه پرېکړي پر خلاف په کندهاراونورو سيموکي خلک راپورته سي نو درباني له نامه څخه استفاده کونکي اوسياسي سوداگربه پرخپلو مربوطوکسانو،هغوچې دوي تل دپښتنوسره پر دښمنۍ ساتلي چي زه ئي دملي گټودساتلوپه خاطر نوم نسم اخيستلاي ږغ وکړي، وموليدل ؟چي ددوي په ويناپښتانه څومره زموږ سره حساسيت لري ؟پداسي حال کښي چي دارښتيانه ده ،پښتنوته په افغانستان کي ټول مېشت هيوادوال په هره ژبه چي ږغېږي اودهرمذهب پيروی کوي يوافغان دي او دادپښتنوپه ورځنيز ژونداوټولنيز وراوابطوکښي لمر غوندي ثابته سوې چې دويته ټول يو افغان دي ،خواوس يوازي ښاغلی کرزی دخپل ورور اوپه ارگ کښي دخپلې کورنۍ دساتلو په خاطردې ملې نفاق رازېږېدونکي کارته لمن وهي،پدې ښه پوهېږي چي دکندهارنړيوال ډگردرباني په نوم يادول دکندهاريانواوټولو افغانانولپاره دمنلو وړ ځکه ندی چي له يوې خواپدې کښي دکرزی لخوادخپلي کورنۍ په خاطر سياسي سوداگري ويني اودبلې خواپدې پوهېږي چي دنړي غوڅ اکثريت نړيوال هيوايي ډگرونه دسيمواوياهم حودگوتوپه شمير دهغه هيوادټول ملت ته دمنلي شخص لکه احمد شاه بابا، ميرويس نېکه امان الله خان،اوداسي نوروپه نوم نومول کېداي سي،چې متاسفانه رباني پدې کټگوری کي نسي راتلاي . افغانستان دټولوگډکور اوپدې کورکي پښتانه ،تاجک ،ازبک،ترکمن ،هزاره ،بلوڅ ،نورساتاني،پشه یي اونور يو شان ،خودخپل شمېرله مخې په سياسي بهيرکي دگډون حق لري .ددوي ترمنځ يووالي اوبې اتفاقي ددغوسياسيونوپلاس کي ده چي کله ځان دافغانستان ملي مدافعين اوکله ملي رهبران بولي .
پدې هيله چي ښاغلی کرزی دخپلي کورنۍ دراتلونکی په خاطر چې په ارگ کي پاته سي له داسي پرېکړونه په جدي بڼه ډډه وکړي په کومه کښي چي دافغان ولس احساساتواومقدساتوته په سپکه سترگه کتل کيږي .کندهاردميرويس نيکه احمدشاه بابااونور تورزنوټاټوبۍ دی ،په سپکاوی ئي ټول ملت خوابدی کيږي ،پدې سيمه کښي پرهره ډبره نوم اېښودل بايد ددوي په مشوره اوموافقه وي ،کنه لکه په مزارکي دمعلم عطانوم اېښودل ،دابه هم دماشومانولوبه خوپايله به ئي ډيره خونړۍ وي .