د افغانستان راتلونکې لوبه او سپېڅلې روحیه

احمدشاپاڅون | سپتمبر 20th, 2012


افغانستان لوبه هندستان ته و بایلل خو هندستان څخه بیالوبه پاکستان ګټلې ، پاکستان اسټرالیا مات کړي او اسټرالیا چي چا پر ګونډو کړې هغه سره به د افغانانو راتلونکې لوبه وي . انګستان یادوم .
هغه چي د افغانانو تاریخي دښمنان ګڼل کیږي ، دوه ځله یې په افغانستان کي شرموونکې ماته خوړلې . لا اوس هم انګریزان خپلو ماشومانو ته د میوند د غچ کیسې کوي . شهزاده هري افغانستان ته د همغه غچ اخستلو په موخه راغلی .
دا نو هغه وخت وه چي پښتانه په خپل منځ کي نرم خو دښمن ته زیږه وه ، هغه مهال وو چي د بې اتفاقۍ د اور تور دود زموږ تر زړونو نه وو رسیدلی ، افغانانو هغه وخت ننګ ، غیرت او شهامت پیژندي . هغه وخت وو چي افغانانو د وطن مینه ایمان ګڼل ، د کور ګټه د لاهور ګټه ورته ایسیدل او د جرګو او مرکو دود پکي ښه په خروښ جاري وو . هغه مهال چي افغانان په ځانګړې ډول پښتانه ماديات پرست نه وو . هغه زمانه کي د مظلوم حق نه خوړل کیدی ، سړکونه نه وراندیل ، بې ګنا خلک نه وژل کیدل ، له تر بوره به د قومي شخړي پر سر د جاسوس په نوم سر نه پرې کیدی …او .
ځکه به نو هغه مهال هر دښمن د انګریز غوندي ماته خوړه . خو اوس چي پښتانه په منځ کي زیږه دښمن ته نرم سوه ، نن چي د بې اتفافۍ د اور لوګي زموږ د زړه خوني تکي توري کړې . دا مهال افغانان د ننګ پر ځاي ځان خوښوونه ، د غیرت پر ځاي اسودګي او د شهامت پر ځاي شته خوښوي . په داسي وخت کي چي د وطن مینه یو بې مانا خبره ګڼل کیږي ، د لاهور ګټه د کور تر ګټي بهتره ګڼل سوې او د جرګو پرځای پکي د جګړو دود ښه را پاریدلی دی . اوس چي افغانان په ځانګړې ډول پښتانه مادیات پرست سوه . نن چي د مظلوم حق په نره خوړل کیږي ، سړکونه ، ښوونځۍ روغتونونه او نوري ملي شتمنۍ په تیزي له منځه ځي . بې ګنا خلک تر هر چا زیات وژل کيږي . نن له تر بوره د امریکا د جاسوس په نوم سر پرې سوی او ملا د پاکستان د اجنټ په تور په زندان کي ناست دی ، نن یو عسکر بل طالب دی ، یو انګریز دښمن بولي بل پاکستان ، یو سړک ورانوي بل ، بل رشتول اخلي ، یو د پولیسو درشي کي خلک وژني بل د ملا به جامه له خلکو سر پرې کوي ، یو یو ته د مرګ ګواښ کوي او بل بل ته ، یو د کفارو د مزدور په نوم وژل کیږي بل د دولت د باغي … او
خو دواړه پښتانه دي ، د دواړو که میندي پلرونه جلا خو نیکه یې یو دي او دا هغه نیکه دی چي انګریزان یې په میوند کي دړي وړي کړه .
کله چي دانکریز له ټول لښکر او تجهیزاتو یوازي ډاکټر برایډن پر زخمي اس ژوندی پښور ته ورسید او ددې ستري تباهۍ کیسه یې مشرانو ته تیره کړه نو انګریزانو تصمیم ونیوی چي افغانان په جګړه نه ایل کیږي ، په دوی کي باید د بې اتفاقۍ اور بل کړو ، په مادیاتو یې اموخته کړو ، په منځ کي یې ډلي جوړي کړو ، په شعه او سني یې سره ووژنو ، په شمالي او جنوبی یې سره بیل کړو ، په پښتون او تاجک یې سره ضد کړو، په غلجي او دراني یې باید سره و جنګوو .
هغه دی چي د دوی طرحه بریالۍ سو نن هر څه زموږ په وړاندي دي او د تشریح هیڅ اړتیا نسته خو دا ځل افغانان د خپلو نیکونو او پلرونو په بڼه ، د هغه ملي احساس او پاک وجدان سره د انګریزانو سره د لوبي میدان ته کښته کیږي . انګستان که هر څو کریکټ کي تکړه سي خو دومره به نه وي لکه څنګه چي د میوند د جګړې پر مهال په جنګ او تجهیزاتو کي پیاوړي وو خو بیا هم د میوند په خاوره کي د دوی د سرونو خاوري ګډي دي .
زه لوبه په سیاست نه ګډوم ، نه غواړم چي افغانان دي په دې روحیه لوبه وکړي چي دا زموږ تاریخي پوروړي دي خو هیله مي داده چي انکریزانو ته یو ځل بیا د کریکټ په میدان کي د میوند د ډګر یاد تازه سي.
او افغانانو ته د خپلو نیکونو روحیه پیچکاري سي
د ودان افغانستان په هیله

Copyright Larawbar 2007-2024